د سوډان په پلازمېنه هوايي بریدونه شوي

په سوډان کې د روانو جګړې یو انځور

په داسې حال کې چې په سوډان کې جګړه څلورمې اوونۍ ته داخله شوه، د شنبې په ورځ هم هوايي حملو د دغه هېواد مرکز خرطوم ښار ولړزاوه.

عیني شاهدان وايي، د شنبې پر سهار جنګي الوتکو د خرطوم پر بېلابېلو برخو بمباري وکړه او مخابراتي شبکه 'ایم ټي این' وايي، ټول خدمات یې ټکني شوي دي.

د اپرېل میاشتې پر ۱۵مه د سوډان د پوځ د مشر عبدالفتاح البرهان او د چټک ملاتړ د ځواکونو په نوم د ملېشه‌وو د قوماندان محمد حمدان دقلو ترمنځ د جګړو له پیل سره په سلګونو کسان وژل شوي دي.

که څه هم د دواړو لوریو ترمنځ پر څو لنډمهالو اوربندونو موافقه شوې ده، خو له هغوی څه سم دلاسه سرغړونې شوې دي.

د فرانسې خبري اژانس په وینا په سوډان کې د وژل شویو شمېر لږه تر لږه ۷۰۰ او د ټپیانو زرګونو ته رسېدلی دی.