د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

سوډان کې ښکېلو غاړو پر اوه ورځني اوربند موافقه کړې


د سوډان له نښتو یو انځور
د سوډان له نښتو یو انځور

په سوډان کې د جګړې ښکېلو غاړو له را روانې پنجشنبې پر اوه ورځني اوربند موافقه کړې ده.

د سوډان د جګړې ښکېلو ډلو پرون سه‌شنبه له اووه ورځني اوربند سره موافقه وکړه، چې له راروانې پنجشنبې به نافذېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پلازمېنه خرطوم کې د هوايي حملو او د ډزو دوام وروستی لنډمهاله اوربند ګډ وډ کړ.

د جنوبي سوډان د بهرنیو چارو وزارت چې په سوډان کې یې د روانې جګړې د درېدو د منځ‌ګړیتوب وړاندیز کړی په یوه اعلامیه کې ویلي، د جنوبي سوډان ولسمشر سالوا کیر د اوږدمهاله اوربند پر اهمیت او د استازو پر معرفۍ ټینګار کړی چې دواړو لوریو د سولې د مذاکرو لپاره ورباندې موافقه کړې ده.

په سوډان کې له مخکنیو لنډمهاله اوربندونو سرغړونو ته په پام سره، د اوسني اوربند د نافذېدو په باب هم چې د سوډان د پوځ د مشر جنرال عبدالفتاح البرهان او د چټک ملاتړ د ځواکونو په نوم د ملېشه‌وو د قوماندان جنرال محمد حمدان دقلو ترمنځ ورباندې سلا شوې، شکونه شته.

د ملګرو ملتونو چارواکو پرون سه‌شنبه وویل، په سوډان کې روانې جګړې چې درېیمې اوونۍ ته داخله شوې، شاوخوا یو لک کسان د دې هېواد له سرحدونو نورو هېوادونو ته په اوښتو مجبوره کړي او د بحران ایجادېدو، د دې سازمان د بشري مرستو په وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس په حواله، د کاناډا د بهرنیو چارو وزیري میلاني جولي پرون د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې د سوډان په اړه وویل: "ملګري ملتونه باید وکړای شي خپل فعالیت ته دوام ورکړي، مهمه ده چې د سوډان وګړي خوړو، اوبو او درملو ته لاسرسی ولري. دا مهال د ۷۹ روغتونونو له ډلې ۵۹ یې تړل شوي، دا د منلو وړ خبره نه‌ده. بشري قوانینو ته باید درناوی وشي، دا څرګند پیغام دی چې کاناډا یې دغو دوو جنرالانو ته لېږي."

بلخوا د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي هم ویلي، چې قاهره د سوډان د ښکېلو لوریو ترمنځ د خبرو ملاتړ کوي، خو د دوی په کورنیو مسایلو کې مداخله نه غواړي.

په سوډان کې روانې جګړې په یوې غمیزې د بدلېدو خطر زیات کړی، ځکه د سوډان نېستمن ګاونډیان د کډوالو له بحران سره مخامخ دي او جګړه سوډان ته د بشري مرستو د لېږلو مخه نیسي.

په سوډان کې یو پر درېیمه برخه وګړي له وړاندې پر بهرنیو مرستو متکي وو.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې د دې جګړې په لومړیو کې تر یوې وقفې وروسته د دوی درې کارکوونکي ووژل شول چې له کبله یې دوی په سوډان کې خپل فعالیتونه وځنډول.

د خوړو نړیوال پروګرام د ختیځې افریقا د برخې مسوول مایکل دانفورد ویلي، د دې خطر شته چې دا یوازې د سوډان نه، بلکې د سیمې یو بحران وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG