د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

مجددي: په سوډان کې لا هم ځینې افغانان پاتې دي


د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د جګړو یو انځور
د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د جګړو یو انځور

په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر وايي، د سوډان له جګړې هغه افغانان چې سعودي عربستان ته لېږدول شوي وو، افغانستان ته ورسېدل.

احمد جاوېد مجددي، نن جمعه له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، د دوی په هڅو په اردن کې د افغانستان سفارت تر دوه کلن ځنډ وروسته بېرته پرانیستل شو.

د ده په وینا، په دې موده کې په شام حوزه کې افغانان له قونسلي خدماتو بې برخې وو.

وروسته له هغې چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې د افغان سفارتونو او قونسلګریو چارې ټکنۍ شوې.

زموږ همکار صالح محمد صالح د مرکې په پیل کې له ښاغلي مجددي پوښتنه کړې چې ایا له سوډان د افغان وګړو د ایستلو پروسه بشپړه شوې؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:11 0:00
XS
SM
MD
LG