د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۳۰

سوډان کې جګړه؛ ښکېل لوري په عربستان کې خبرې کوي

په سوډان کې د نښتو یو انځور
په سوډان کې د نښتو یو انځور

د واشنګټن او ریاض په نوښت د سوډان د جګړې د ښکېلو لوریو ترمنځ نن د سعودي عربستان په جدې ښار کې د روغې جوړې خبرې کېږي.

د متحده ایالتونو او سعودي عربستان په نوښت دا خبرې لومړۍ جدي هڅه ده چې د سوډان د دوو پوځي ډلو ترمنځ روانه جګړه به ښايي پای ته ورسوي.

دا جګړه چې د پلازمېنې خرطوم په شمول په ځینو ښارونو کې روانه ده، تر اوسه په‌کې په سلګونه ملکیان وژل شوي او په لسګونه زره نور د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوي دي.

ریاض او واشنګټن د سوډان پوځ او د چټک غبرګون ځواکونه مخکې هم هڅولي وو چې خبرې سره وکړي.

د دې دوو ډلو ترمنځ تر اوسه څو ځله د اوربند هڅې شوې دي او بیا بیا دا اوربندونه مات شوي دي.

يادو دوو پوځي ډلو په ښکاره دا خبره کړې ده چې دوی د بشري مرستو د رسولو او د جګړې له سیمو د خلکو د وتلو لپاره اوربند ته چمتو دي، خو د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې تر اوسه خبرو ته چمتوالی نه‌دی ښودلی.

د چټک غبرګون د ځواکونو مشر محمد حمدان دقلو چې په حمیدتي مشهور دی وایي، هیله یې دا ده چې د دې خبرو له لارې دوی خپل هدف ته ورسېږي چې د جګړو له سیمو د ملکیانو وتل دي.

د سوډان پوځ بیا وایي چې دوی د جمعې په ماښام جدې ته خپل استازي واستول، خو دا خبره یې کړې ده چې دوی به د چټک غبرګون ډلې له استازیو سره مخامخ خبرو ته حاضر نه‌شي.

حمیدتي بیا ویلي، دوی به د پوځ مشر عبدالفتاح البرهان یا ژوندی نیسي او یا به یې وژني.

په سوډان کې جګړه د اپرېل په پنځلسمه وروسته تر دې پیل شوه چې د نړیوالو په ملاتړ د یوه ډیموکراتیک حکومت د جوړېدو لپاره د انتقالي دورې د رامنځته کېدو هڅې ناکامې شوې.

برهان له دوو کلونو راهیسې د پوځي شورا مشري کوي او حمیدتي پخوا د ملېشه‌وو مشر و.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان سعودي عربستان ته د خبرو لپاره تللی دی.

ریاض له برهان او حمیدتي سره نږدې روابط لري، دغو دواړو پخوا سعودي عربستان ته خپل وسله‌وال استولي وو چې د ریاض په ګټه په یمن کې د حوثیانو پرضد جګړه وکړي.

ریاض په سرې بحیرې کې چې له سوډان سره په‌کې شریک دی امنیت ته اندېښنه لري.

This item is part of

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG