طالبانو په کابل کې د داعش د عملیاتي مشر د وژلو ادعا کړې

ارشیف: یو طالب وسله وال په کابل کې په یوه کور کې د عملیاتو پرمهال

طالبان ادعا کوي چې په کابل کې یې د داعش خراسان څانګې عملیاتي مشر وژلی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دوشنبه ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي چې د کابل د خیرخانې په ذاکرین ښارګوټي کې د یکشنبې په شپه د عملیاتو پر مهال د داعش دوه غړي وژل شوي.

د مجاهد په خبره په وژل شویو کې د قاري فاتح په نوم د داعش یو مهم مسوول چې په دې وروستیو کې د دې ډلې د امنیت او عملیاتي ادارې مسوول هم شامل دی.

مجاهد ویلي چې پر بهرنیو ډیپلوماتیکو استازولیو، جوماتونو او نورو اهدافو د داعش بریدونه د وژل شوي قاري فاتح په مستقیمه قومانده ترسره شوي وو.

طالبانو که څه هم ټینګار کړی چې د داعش خراسان څانګې د بریدګرو پر وړاندې عملیات کوي او د ځپلو وړتیا یې لري، خو دې ډلې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې خپل بریدونه زیات کړي.

د چین، روسیې او پاکستان په سفارتونو باندې بریدونه چې په کې بهرنیو ډیپلوماتانو په شمول ګڼو افغانانو ته هم مرګژوبله اوښتې د داعش د بریدونو څو بېلګې دي.