کابل کې د تېر نظام د یوې وکیلې وژنې د مخکېنیو چارواکو اندېښنې ډېرې کړي

د افغانستان په تېر نظام کې د ولسي جرګې غړي مرسل نبي زاده چې د یکشنبې په ورځ کابل کې ووژل شوه.

د تېر نظام د ولسي جرګې غړی نعمت الله کریاب وايي، په کابل کې د پخوانۍ وکیلې مرسل نبي زاده وژنې پخوانیو چارواکو او وکیلانو ته چې افغانستان کې دي د ډېرې اندېښنې وړ خبره ده.

کریاب ازادي راډیو ته وویل چې اغلې مرسل نبي زاده په خپلو خلکو ځورېدله او د بېوسو خلکو خدمت یې کاوه.

مرسل نبي زاده چې د پخوانۍ ولسي جرګې غړې وه په کابل کې په خپل کور کې وژل شوې ده.

له نعمت الله کریاب سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

کریاب سره مرکه