اوتنبایوا: د امنیت شورا غړي باید د طالبانو ظالمانه سرغړونو پر ضد متحد شي

مېرمن اوتنبایوا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا غړي باید د هغه سیاست په خلاف متحد ووسي، کوم چې افغانان په ځانګړي ډول نجونې او ښځې له خپلو بشري او بنسټیزو حقونو لېرې کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ د امنیت شورا له غړو هېوادونو غوښتي چې د طالبانو د هغو سیاستونو په ضد متحد واوسي، کوم چې افغانان له خپلو بشري حقونو لېرې کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي استازولۍ یا یوناما مشرې روزا اوتنبایوا په افغان نجونو او ښځو د دې په ټکو د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو د ظالمانه سرغړونو پر وړاندې د امنیت شورا په متحده کېدو ټینګار کړی.

مېرمن اوتنبایوا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا غړي باید د هغه سیاست په خلاف متحد ووسي، کوم چې افغانان په ځانګړي ډول نجونې او ښځې له خپلو بشري او بنسټیزو حقونو لېرې کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ د بندو دروازو تر شا په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار په اړه غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د رایو په غوڅ اکثریت له طالبانو وغوښتل چې په نجونو او ښځو لګېدلي ظالمانه بندیزونه لیرې کړي.

دې اعلامیې ته د امنیت شورا دایمي غړو د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا او فرانسې او دوره یي غړو البانیا، برازیل، اکوادور، ګابن، مالتا، سویس، متحده عربي اماراتو او جاپان مثبتې رایې ورکړې.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غونډې انځور

خو د امنیت شورا دوو دایمي غړو روسیې او چین او دوو دوره‌یي غړو موزمبیق او ګانا منفي رایې ورکړې.

له دې ښکاري چې د افغان نجونو او ښځو د حقونو موضوع د امنیت شورا دننه هم د سیاسي مسایلو او د هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو ښکار ده.

د امنیت شورا په غونډه کې همدې اختلافاتو ته په کتو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي استازولۍ مشرې روزا اوتنبایوا ویلي، د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو له حقونو څخه د سرغړونو پر وړاندې په امنیت شورا کې یووالی اړین دی.

له دې وړاندې هم د افغانستان په اړه په یو شمېر نورو مسایلو کې چین او روسیې له امریکا متحده‌ایالاتو سره د اختلاف له امله، مخالف دریځ نیولی و.

خو د یوناما مشرې بیا ټینګار کړی چې د طالبانو له‌خوا له زده‌کړو، کار او نورو ټولنیزو فعالیتونو د افغان نجونو او ښځو را ګرځول له بنسټیزو حقونو جدي سرغړوني دي چې باید ټول یې پر وړاندې د مخالفت ډاډ ورکړي.

له کله، چې طالبان په افغانستان بیا واکمن شوي، د روسیې او چین په ګډون یې ټولو هېوادونو د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې اوسنۍ تګ‌لاره ناسمه بللې او د بدلون غوښتنه یې کړې، خو د دې بدلون لپاره یې هغه ډول چې اړینه ده، عملي اقدامات نه‌دي کړي.

خو طالبانو له دې ټولو سره سره، تل ټینګار کړی چې دوی افغانانو ته هر ډول حقونه ورکړي.