پوټزل او حنفي په موسسو کې د ښځو د کار پر بندیز او نورو مسایلو خبرې کړي

د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مرستیال مارکوس پوټزل​​​​​​​

د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مرستیال مارکوس پوټزل د طالبانو د رییس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار پر بندیز او نورو مسایلو خبرې وکړې.

یوناما نن په خپل ټویټر کې لیکلي، چې مارکوس پوټزل نن له حنفي سره کتل.

یوناما لیکلي په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز، له تعلیم او تحصیل د نجونو او ښځو منع کول، په افغانستان کې په میلیونونو کسانو ته زیان اړوي او افغان سړیو، ښځو او ماشومانو ته د حیاتي مرستو رسولو مخه نیسي.

طالبانو له نن څخه نهه ورځې مخکې په ملي او نړیوالو نادولتي موسسو کې د نجونو او ښځو پر کار بندیز ولګاوه او عمده علت یې د ښځو له خوا د حجاب نه رعایت وښود.