پاور: ۱۱ میلیونه او ۶ لکه افغان ښځې حیاتي بشري مرستې نه شي ترلاسه کولای

د امریکا د متحدو ایالتونو د پرمختیایي ادارې مشره سمنټا پاور

د امریکا د متحدو ایالتونو د پرمختیایي ادارې مشره سمنټا پاور وايي، په افغانستان کې دا مهال ۱۱ میلیونه او ۶ لکه ښځې او نجونې حیاتي بشري مرستې نه شي ترلاسه کولای.

هغې د دې کار علت دا بللی، طالبانو په ملي او نړیوالو نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.

سمنټا پاور د دې پرېکړې، چې هغې خطرناکه بللې ده، د فسخه کېدو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د اقتصاد وزیر تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې تر بل امر پورې ښځې په ملي او نړیوالو نادولتي موسسو کې کار نه شي کولای.