د خیبرپښتونخوا یوه چارواکي ویلي چې د پاکستان حکومت په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په منځګړتوب پرون له پاکستاني طالبانو سره خبرې پیل کړي.
دا خبرې وروسته له هغه پیلېږي چې د خیبرپښتونخوا په بنو کې د تروریزم پرضد د مبارزې د پولیسو یو مرکز د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د وسله والو له خوا ونیول شو او یو شمېر کسان برمته شول.
افغان طالبانو په تېره زمري میاشت کې هم د دواړو خواوو ترمنځ د سولې د خبرو او اوربند منځګړتوب کړی و، خو دا اوربند په تېره نومبر میاشت کې د ټي ټي پي له خوا باطل اعلان شو.
د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د سولې د خبرو او په دې خبرو کې د افغان طالبانو د رول په اړه احمدتکل د سیاسي چارو له شنونکی او خبریال سمیع یوسفزي سره د مرکې په پیل کې پوښتلي چې ولې هرځل په پاکستان کې د ټي پي پي حملې زیاتې شي نو له افغان طالبانو د منځګړتوب غوښتنه کېږي؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5