یوناما: طالبان دې سمدستي ۵ ښځینه فعالانې خوشې کړي

ارشیف: په کابل کې د ښځینه اعتراض کوونکو انځور چې طالبانو یې د لاریون مخه نیولې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما د ظریفې یعقوبي په ګډون د ښځو د حقونو د پنځو فعالانو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کوي چې یوه میاشت وړاندې په کابل کې نیول شوې وې.

یوناما په یوه ټوېټ کې ویلي چې د دغو ښځو د کورنۍ غړیو ته یې د دوی د لیدو اجازه نه ده ورکړل شوې او نه هم په دې اړه واضح معلومات شته چې پر دوی څه ډول تور پورې شوی او ولې نیول شوي دي.

د مېرمن یعقوبي ترڅنګ په نورو نیولو شویو کې د ښځینه حقونو د فعالانو فرحت پوپلزۍ او حمیرا یوسفي نومونه هم یادېږي.