طالبانو له امریکا سره د یوې نوې موافقې په اړه خبرې بې بنسټه وبللې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه بې بنسټه بللي دي چې وايي، د امریکا او طالبانو چارواکي به د یوې نوې موافقې په اړه خبرې وکړي.

په هغه بیان کې چې نن د دې وزارت پر ټوېټر خپور شو هغه افواهات رد شوي چې ګنې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني به د امریکا د ملي امنیت له سلاکار جک سولیوان او د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې یا سي ای اې له مرستیال ډېویډ کوهن سره په دوحه کې پر موضوعاتو خبرې وکړي.

په بیان کې راغلي دي، اشخاصو ته سپارښتنه کېږي چې دې ډول خپلسرو، بې بنسټه او ناسمو راپورونو ته دې اعتبار نه ورکوي.

د بهرنیو چارو وزارت نه دي ویلي چې دا څرګندونې چا کړي، خو د جمعې په ورځ د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وویل، د طالبانو د حکومت او امریکا ترمنځ د ځینو مهمو مسایلو په اړه خبرې روانې دي او دواړه لوري د دوحې د تړون په څېر یوې نوې موافقې ته نږدې شوې دي.