د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۱:۲۴

امریکا: طالبانو لپاره شرایط روښانه دي که په رسمیت پېژندل غواړي شرایط دې ومني


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس

ښکاري چې د یوه ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو اړوند، لا هم طالبانو د امریکا او نړیوالې ټولنې رضایت نه دی تر لاسه کړی.

له همدې امله د امریکا متحده‌ایالات یو ځل بیا پر طالبانو غږ کوي، که غواړي حکومت یې نړیوال مشروعیت پیدا کړي او په رسمیت وپېژندل شي، د امریکا او نړیوالې ټولنې وړاندیز شوي شرایط باید ومني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون سې شنبه(د مرغومي ۲۱مه) ناوخته په یوه خبري کنفرانس کې له دې شرایطو یو هم د یوه داسې ټول‌ګډونه حکومت جوړول بولي چې په خبره یې، د ټولو افغانانو استازولي وکړي.

پرایس زیاته کړه: "هغه څه چې موږ په ځلونو ویلي او نړیوالې ټولنې هم روښانه کړي، دا دي چې د طالبانو دنده ده چې یو داسې حکومت جوړ کړي چې ټول‌شموله وي او نه یوازې دا چې د افغانانو استازولي وکړي، بلکې د افغانانو اړتیاوو ته ځواب ویوونکی هم وي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په خبره، دا هغه غوښتنه ده چې دوی یې له خپلو نړیوالو شریکانو سره یوځای له نږدې څاري او ګوري چې طالبان یې د پوره کولو څه کوي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا د دې غوښتنې په ځواب کې ازادي راډیو ته وویل، هیله‌مند دي چې لنډ راتلونکي کې د دوی نظام داسې مرحلې ته ورسېږي چې هېڅ ډول ستونزه و نه لري.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي

کریمي زیاته کړه: "حکومت د سرپرست تر عنوان لاندې جوړ شوی چې د بشپړېدو او تقویه کېدو پر لور ګامونه اخلي. ټول هغه کدرونه او استعدادونه چې افغانستان کې دي او ژمن کسان دي، پاکه سابقه ولري، ملي او اسلامي ارزښتونو ته تعهد ولري، په مختلفو بستونو او ردو کې به وګمارل شي."

وروستیو کې طالب چارواکو دا هم ویلي چې امریکا ترې په لومړيو کې غوښتنه کوله چې یو شمېر پخواني چارواکي او سیاسیون حکومت کې شامل کړي، خو دوی نه ده منلې.

خو متحده ایالاتو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا متحده‌ایالات داسې مهال د یوه‌ګډونه حکومت په جوړېدو ټینګار کوي چې پرون یې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ پخواني جمهور رییس حامد کرزي او د ملي مصالحې عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله سره پر ټیلیفون خبرې کړي.

ټولو لوریو خپرو کړو اعلامیو کې لیکلي، د دې ټیلیفوني خبرو پرمهال له افغانانو سره د بشر دوستان مرستو په تسهیل، د ښوونکو، استادانو او روغتیايي کار کوونکو د تنخواوو، په افغانستان کې د تعلیم په ودې او په ځانګړي ډول نجونو ته د زده‌کړې د زمینې په برابرولو هر اړخیز بحث کړی.

دا واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، په سیاسي کچه له ښاغلي کرزي او ښاغلي عبدالله سره د یوه لوړ پوړي امریکايي ډپلوماټ لومړنۍ رسمي او رسنیزه اړیکه ده چې ښيي، متحده‌ایالات د افغانستان په سیاست او حکومتي چارو کې د دوی ښکلتیا ته لېواله دي.

د طالبانو د حکومت عدم مشروعیت او رسمیت نه پېژندنې د دوی د حکومت په مالي او اقتصادي سکټور د بد اغیز سربېره، د افغانانو ژوند هم اغېزمن کړی دی.

د ملګرو ملتونو رسمي شمېرې ښيي چې همدا اوس له نیمايي زیات یعنې نږدې ۲۳ میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم د افغانستان نازک اقتصاد وضعیت ته په اشارې له نړیوالو غواړي چې افغانانو سره مرستې وکړي.

د نېډ پرایس په خبره، نړۍ په ځانګړي ډول د افغانستان ګاونډیان او د سیمې هېوادونه باید د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ژمنتیا وښيي او دې برخه کې ګام پورته کړي.

ښاغلی پرایس وايي، دا د هېچا په ګټه نه ده چې د افغانانو بې‌ثباتي، محرومیت او سخت حالت وویني.

خو روسیه، چین، ایران او پاکستان چې د افغانستان نږدې ګاونډیان دي، له امریکا غواړي چې د افغانستان کنګل شوې بانکي زېرمه ازاده کړي، څو دې هېواد کې اوسنی ناورین مدیریت شي.

هغه غوښتنه چې د امریکا متحده‌ایالاتو یې د رد لپاره خپل دلایل وړاندې کړي دي.

XS
SM
MD
LG