د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

ملګري ملتونه د ۲۰۲۲م کال په ترڅ کې د افغانستان لپاره ۵ میلیارډه ډالر غواړي


ملګري ملتونه
ملګري ملتونه

ملګرو ملتونو په خپل تاریخ کې تر بل هر وخت یوځایي د ډېرو مرستو غوښتنه کړې ده. دا سازمان د ۲۰۲۲م زیږدیز کال په ترڅ کې د افغانستان لپاره پنځه میلیارډه ډالر غواړي.

د دې پیسو څلور اعشاریه څلور میلیارډه د افغانستان دننه د بشري مرستو لپاره دي او څه باندې شپږ سوه میلیونه ډالر هم د هغو افغانانو لپاره چې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې کډوال دي.

د بشري مرستو او د بیړنیو مرستو د همغږۍ په برخو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس د سې شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۱مه) په جنیوا کې وویل چې سږکال په افغانستان کې بشري مرستو ته د پروسږکال پرتله درې برابره اړتیا زیاته شوې ده.

دی وايي: "نن د څلور اعشاریه څلور میلیارډه ډالرو مرستې غوښتنه یوازې په دوه زره دوه ویشتم کال کې د افغانستان لپاره کوو. دا د یوه هېواد لپاره د بشري مرستو تر ټولو ستره غوښتنه ده. دا پیسې د ۲۰۲۱م زیږدیز کال په ترڅ کې د شوېو او رسېدلو مرستو پرتله درې برابره زیاتې دي."

د بشري مرستو او د بیړنیو مرستو د همغږۍ په برخو کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس
د بشري مرستو او د بیړنیو مرستو د همغږۍ په برخو کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس

د راپورونو له مخې د دې مرستو غوښتنه د افغانستان دننه د ۲۲ میلیونه افغانانو لپاره او له افغانستانه بهر د پنځه میلیونه او اووه لکه نورو کډوالو افغانانو لپاره شوې ده.

ملګرو ملتونو د افغانستان بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی او وایي، د دغه هېواد نیمایي خلک له لوږې سره مخامخ دي.

همدا راز د دې سازمان په وینا، په افغانستان کې د وروستیو میاشتو په ترڅ کې د کورنیو بې ځایه شوېو شمېر نهه میلیونو ته رسیدلی او په لکونو کسان هم مجبوره شوي دي چې له افغانستانه ووځي.

د غوښتل شوېو مرستو یوه برخه هم د هغو افغانانو لپاره ده چې په ګاونډیو هېوادونو کې په بد حال کې ژوند کوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فلیپو ګراندي د مرستو د غوښتو پرمهال وویل، باید له ټولو هغو افغان کډوالو سره چې په پنځو ګاونډیو هېوادونو کې ژوند کوي، مرستې وشي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فلیپو ګراندي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فلیپو ګراندي

ګراندي زیاتوي: "فکر کوم چې اصلي مساله دا ده چې باید په سیمه ییزه کچه دا بحران هېر نه کړو دا هغه څه دي چې د افغانانو د پناه اخېستو په نتیجه کې رامنځته شوي دي، څو ګاونډیو هېوادونو افغانانو ته د اوسېدو زمینه برابره کړې ده، په ځانګړي ډول پاکستان او ایران چې په تېرو څه باندې څلویښت کلونو کې هم د افغانانو کوربانه وو. په دې ترڅ کې نه شم کولی چې منځنۍ اسیا هېره شي."

د امریکا متحد ایالاتونو پرون اعلان وکړ چې له افغانستان سره به د درې سوه اته میلیونه ډالرو په ارزښت بشري مرستې چمتو کړي.

په دې ډول له افغانستان سره د ولسمشر جو بایډن د ادارې له لوري مرستې د اکتوبر له میاشتې را په دې خوا له افغانستان سره تر اووه سوه اتیا میلیونه ډالرو واوښتې.

متحد ایالاتونه همدا راز افغانستان ته د کووېډ-نولس ناروغۍ یو میلیون ډوزه واکسین لېږي.

ملګرو ملتونو ویلي چې راغونډې شوې مرستې به د طالبانو حکومت ته ونه سپاري او د موسسو او نړیوالو بنسټونو له لارې به بې وزلو ته ورسېږي.

تردې مخکې د طالبانو د حکومت یوه چارواکي له نړیوالې ټولنې غوښتي و چې له افغانانو سره بشري مرستو ته ادامه ورکړي او دا مساله دې نه سیاسي کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG