د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

ځینې ارزګان مېشتي خلک: که مرستې راسره ونه شي، ماشومان مو ژوندي نه پاتیږي


ارزګان کې یوه بې وزله کورنۍ
ارزګان کې یوه بې وزله کورنۍ

ځینې ارزګان مېشتي خلک وايي، له سختو اقتصادي او بشري ستونزو سره لاس او ګریوان دي او په وینا یې نړیوالو ته په کار دي چې مرستې ورسره وکړي.

دوی دغه ولایت کې پر خیریه موسساتو او بنسټونو نیوکې هم کوي چې مرستې اړمنو کورنیو ته نه ورکوي.

۴۷ کلن سردار محمد چې کور یې د وروستیو ورښتونو له امله زیانمن شوی وايي، په دې کور کې درې ورونه سره ګډ اوسېږي چې د کورنۍ د غړو شمېر ۴۰ ته رسېږي او په وینا دې کور کې یوازې ۳ خونې لري.

دی چې د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار اړوند سولې په نوم سیمه کې ژوند کوي ازادي راډيو ته وویل، نه یوازې دې ساړه ژمي کې تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي، بلکې د سختو اقتصادي ستونزو سره هم لاس او ګریوان دی.

نوموړی وايي، هره ورځ د کار په لټه کې له کوره وځي، خو نه هیلې تش لاسونه د کور پر لور رادرومي.

سردار محمد زیاتوي: "بارانونه دي، ماشومان مو تر شنه اسمان لاندې ویده کېږي، نه کمپلې شته، نه بل څه چې ماشومان له سړې هوا پرې پټ کړو، سرپنا نه لرو، له لوږې سره مخ یو، کله د ماښام لپاره ډوډۍ پیدا کړو، کله په تشه نس ویده کېږو، که مرسته راسره ونه شي نو ماشومان به مو ژوند له لاسه ورکړي."

ارزګان کې یوه بې وزله کورنۍ
ارزګان کې یوه بې وزله کورنۍ

دا یوازې د مرکز ترینکوټ د یوه کلي د خلکو وضعیت دی، خو د دغه ولایت د ولسوالیو ډېری اوسیدونکي هم له ورته وضعیت څخه کړیږي.

د دې ولایت د دهراود ولسوالۍ د میاندو د سیمې اوسیدونکې زرمینه هم وايي، د کورنۍ ټول نارینه غړي یې د تېرو جګړو پر مهال وژل شوي او په وینا یې اوس ده ته د ۱۳ تنو سرپرستي ور له غاړې ده.

زرمینې ازادي راډيو وویل، له یوه کال راهیسې یې خپله کورنۍ په خیر او خیرات ساتله چې په دې وروستیو کې څوک خیرات هم نه ورکوي ځکه په وینا یې خلک له اقتصادي ستونزو کړیږي.

زرمینه وړاندې وايي: "موږ ۱۳ تنه د یوه کور په دوو خونو کې اوسېږو، ژمی دی، نه کمپلې لرو، نه لوښي، د کلي خلکو به پخوا ډوډۍ راکوله خو اوس يې نه راکوي، ماشومان مو ناروغان دي، ډېری شپې په تش نس ویده کېږي، غوښتنه مو دا ده چې زموږ سره دې دولت او نړیوال مرستې وکړي."

د سردار محمد او زرمینې د ستړي ژوند داسې کیسې په ارزګان ولایت کې د شااوخوا څه کم یو میلیون خلکو سره ورته دي.

تازه دوې ورځې وړاندې په ارزګان ولایت کې د سرې میاشتې د خیریه ټولنې مسولینو هم خبرداری ورکړ چې دغه ولایت کې سل فیصده بشري ناورین رامنځته شوی او له نړیوالو ټولنو یې د مرستې غوښتنه کړې.

په ورته وخت کې دې ولایت کې د هر دفتر مخته تر سلو زیات کسان ولاړ وي، څو د نړیوالو له لوري د شوېو مرستو یو څه برخه ترلاسه کړي.

خو دا نارینه او ښځینه چې هر یوه يې له سهاره تر ماښامه په تش نس ولاړ وي شکایت کوي چې په نوم راغلي مرستې یې هغه چاته ورکول کېږي چې زور او واسطه ولري.

د دهراود ولسوالۍ اوسیدونکی محمد رحیم هم د یوه خیریه دفتر مخکې د لسګونو نورو کسانو سره یوځای ولاړ ازادي راډيو ته وویل: "موږ جګړو ځپلې یو، تر اوسه پورې هېچا مرسته نه ده کړې، مرستې راشي او بیا هغه چاته ورکول کېږي چې په طالبانو کې واسطې ولري او یا هم زور ولري، ټول پر بډایو خلکو وېشل کیږي."

ارزګان کې یوه بې وزله کورنۍ
ارزګان کې یوه بې وزله کورنۍ

پر ارزګان ولایت واکمن طالبان بیا دا خبرې ردوي چې ګنې د مرستو د وېش برخه کې دې فساد موجود وي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس او د والي ویاند محمد اصف ازادي راډيو ته وویل: "په دې ولایت کې بې وزله او غریبې کورنۍ ډېرې خو مرستې کمې دي، نو ځکه د خلکو شکایتونه ډېر دي. د وېش برخه کې به هېچا ته د فساد اجازه ورنه کړو او که څوک ونیول شو، قانوني چلند به ورسره وشي."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ملګرو ملتونو د 'اوچا' ادارې خبر ورکړی چې سږکال به په افغانستان کې له ۲۲ میلیونه افغانانو سره مرستې وکړي.

دې ادارې ویلي چې دغه مرستې به پرته له دې چې د چا قوميت، نژاد، جنسیت، مذهبي عقایدو یا هم سیاسي نظریاتو ته وګوري، ورسوي.

XS
SM
MD
LG