د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

د پاکستان په مري کې د واورو سخت توپانونه؛ د ماشومانو په ګډون ۲۲ کسان مړه شوي


په مري کې د واورو توپانونو لږترلږه ۲۲ کسان مړه کړي
په مري کې د واورو توپانونو لږترلږه ۲۲ کسان مړه کړي

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نږدې د مري په تفریحي غرنۍ سیمه کې د سړو او واورو د سخت توپان له کبله د ماشومانو په ګډون لږترلږه ۲۲ کسان مړه شوي دي.

چارواکو پرون وویل، د پېښې قربانیان د شپې په اوږدو کې په خپلو موټرونو کې پاتې وو.

د دوی په وینا ډېری کسان د وجود د تودوخې د کمېدو له کبله مړه شوي دي.

دولتي ملېشو او ځانګړو غرنیو ځواکونو زرګونه موټر له واورو راواېستل خو نور لاهم تر واورو لاندې پټ پاتې دي
دولتي ملېشو او ځانګړو غرنیو ځواکونو زرګونه موټر له واورو راواېستل خو نور لاهم تر واورو لاندې پټ پاتې دي

د اسلام اباد د پولیسو افسر عتیق احمد اسوشیتېدپرېس خبري اژانس ته وویل چې په قربانیانو کې د ده یو همکار افسر او د کورنۍ ۷ غړي یې هم شامل دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وايي چې د جمعې په ماښام د مري په غرونو کې نږدې یو متر واوره ورېدلې وه او پرون سهار زرګونه موټر د لارې په اوږدو کې بند پاتې شوي وو.

د مري یوه سیمه ییز چارواکي عمر محبوب وویل واوره هومره درنه وه چې په پیل کې حتی د لارو د توږلو وسایط هم بند پاتې وو.

د نوموړي په وینا د یخنۍ کچه د سانتي ګراد په حساب منفي اتو ته راټېټه شوې وه.

سیمه ییزو چارواکو له دولتي ملېشو او له ځانګړو غرنیو ځواکونو د مرستې غوښتنه وکړه چې په پایله کې یې پرون زرګونه موټر له واورو راواېستل شول خو د دوی په وینا زرګونه نور لاهم تر واورو لاندې پټ پاتې دي.

ښاغلی محبوب وايي مري ته د ننوتو ټولې بندې لارې د پرونۍ ورځې ترپایه وتوږل شوې او پوځیان هڅه کوي چې پاتې لارې هم پاکې کړي.

پاکستاني پوځیانو هغه ښوونځي چې پوځ یې اداره کوي،د خلکو لپاره په موقتو استوګنځایونو بدل کړي او ژغورل شویو خلکو ته خواړه ورکوي.

د کورنیوچارو وزیر شیخ رشید احمد خبریالانو ته وویل چې د سیمې خلک هم د ژغورنې په عملیاتو کې ونډه اخلي.

شیخ رشید وایي:" د سیمې خلک کمپلې او خواړه وېشي. موږ یوازې په خوړو او کمپلو بار موټرو ته اجازه ورکوو چې مري ته ولاړ شي. مري ته د تګ ټولې لارې بندې شوې دي."

شیخ رشید احمد خبریالانو ته وویل چې د سیمې خلک هم د ژغورنې په عملیاتو کې ونډه اخلي.
شیخ رشید احمد خبریالانو ته وویل چې د سیمې خلک هم د ژغورنې په عملیاتو کې ونډه اخلي.

د ژغورنې عملې هم هغو خلکو ته کمپلې او خواړه ووېشل چې په واورو کې بند پاتې وو.

د ژغورونکو د ډلې یوه ډاکټر عبدالرحمن وویل هغوی چې مړه شوي، ښايي د ډېر وخت لپاره د خپلو موټر د بخاریو د کارولو له کبله د کاربن مونو اکساید ګاز په وسیله مسموم شوي وي.

مري د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد په ۴۶ کیلومترۍکې پروت ژمنی تفریحي ښار دی چې هر کال ملیونونه کسان هلته ځي.

XS
SM
MD
LG