د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

له افغانستانه سره مرستې؛ د سرې میاشتې ټولنه: تېر کال مو ۴۱۱ زره ټنه مرستې وېشلي


ارشیف؛ په ارزګان کې د سرې میاشتې ټولنې مرستې
ارشیف؛ په ارزګان کې د سرې میاشتې ټولنې مرستې

د افغانستان سرې میاشتې ټولنې په خپل کلني راپور کې ویلي دي چې تېر کال یې په ټول افغانستان کې ۴۱۱ زره تنو خوراکي او غیرخوراکي مرستې وېشلي دي.

په دې مرستو کې خوراکي توکي لکه اوړه، غوړي، وریژې او همدا ډول غیرخوراکي توکي لکه د کور وسایل، ژمنۍ جامې او په ځینو مواردو کې نغدې پيسې وې چې په تېر یوه کال کې په اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

دا اداره همدا ډول وايي چې ۳ ملیونه کسانو ته یې روغتیايي خدمتونه هم وړاندې کړې دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند نوراغا صاحبزاده ازادي راډيو ته وویل، تازه یوه اندازه مرستې ورسره شوې دي چې ډېر ژر به یې په ولایتونو کې د وېشلو لړۍ پیل کړي.

صاحبزاده وایي:" تازه ترلاسه شوې مرستې ۲۸۸۸۹ خوراکي بستې او ۹۹۶۲۲ غیرخوراکي کڅوړې دي چې د ایران، ترکیې او قطر د سرې میاشتې د ادارو او د بیت السلام د خیریه موسسې او نړیوال فدراسیون لخوا شوي دي.۳۲ ټنه خوراکي مواد د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې، ۶ کانتینره طبي وسایل د چین د سرې میاشتې ادارې او ۵۰۲۲ بستې خوراکي او ۵۷۶ بستې غیرخوراکي توکي د سعودي عربستان د خیریه بنسټ بیت السلام څخه ترلاسه شوي دي. همدا ډول د نورو مرسته ژمنه هم شوې ده چې د تسلمېدو لړۍ یې روانه ده او په پلان کې ده چې دا مرستې، په بلخ، سمنګانو، ننګرهار، کونړ، هرات، بادغیس، میدان وردګو، غزني، کابل، پروان، تخار او کنذر ولایتونو کې ووېشل شي."

ښاغلی صاحبزاده زیاتوي، دوی هڅه کوي چې له خیریه بنسټونو ډېرې مرستې ترلاسه کړې چې بیا یې په اړمنو کسانو ووېشي.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت مسؤلان وايي چې په کابل کې یې له هغو ۴۰۰ کورنیو سره خوراکي او غیر خوراکي مرسته کړې چې د جګړو او اورښتونو له امله زیانمن شوي وو.

د دې وزارت د مالي او ادارې برخې مشر محمد امین وزیري د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دا مرستې د مختلفو هېوادونو له لوري شوې وې چې دوی په ۴۰۰ کورنیو ووېشلې.

وزیري وایي:"نن د کابل په ۴مه ناحیه کې له ۴۰۰ زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه چې په دې مرستو کې غوړي، اوړه، وریژې او نور وسایل وو. "

د افغانستان د تېر جمهوري حکومت له ړنګېدو او د طالبانو له واکمنېدو سره دا هېواد له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی چې د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ شااوخوا ۲۴ملیونه افغانان له غریبۍ او لوږې سره مخ دي.

ځینو مرسته کوونکو ادارو هم تېره میاشت ویلي وو چې افغانان به په ژمي کې له ډېرو ستونزو سره مخ شي او سړه هوا او بې وزلي به د ملیونونو افغانانو ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ کړي.

XS
SM
MD
LG