د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

د طالبانو پلاوی ایران ته تللی؛ د کډوالو ستونزې او اقتصادي بحران د بحث ټکي دي


امیر خان متقي او ورسره پلاوی ایران ته رسېدلي
امیر خان متقي او ورسره پلاوی ایران ته رسېدلي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی په ایران کې د ډېره افغان کډوالو او د افغانستان د اقتصادي بحران د حل پر لارو د خبرو لپاره په یوه رسمي سفر تهران ته تللی دی.

له ښاغلي متقي سره د اقتصاد او صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیران، د افغانستان بانک لوی رئیس او د څو وزارتونو معینان په دې سفر کې ملګري دي.

د طالبانو مشرانو له دې مخکې هم څو ځلې ایران ته سفرونه کړي خو د زمري په ۲۴مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د طالبانو پلاوی په رسمي سفر ایران ته ځي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند احمدالله وثیق زادۍ راډیو ته د یاد سفر په اړه وویل:"د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي صاحب په مشرۍ لوړ پوړي پلاوي ایران ته سفر وکړ. دا پلاوی به د افغانستان او ایران د اړېکو د لا پیاوړتیا، تجارت، صنعت او همداراز د سرحدونو او نورو موضوعاتو په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي."

دا پلاوی به د افغانستان او ایران د اړېکو د لا پیاوړتیا، تجارت، صنعت او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړې
دا پلاوی به د افغانستان او ایران د اړېکو د لا پیاوړتیا، تجارت، صنعت او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر ټویټر لیکلي چې د ښاغلي متقي او ورسره پلاوي تود هرکلی وشو خو نور جزئیات یې نه دي ورکړي.

ایران چې له افغانستان سره شااوخوا ۹۰۰ کیلومتره ګډ سرحد لري، د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر یې تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده تېره اوونۍ خبریالانو ته وویل،ایران تراوسه هغه ټکي ته نه دی رسېدلی چې د طالبانو حکومت دې په رسمیت وپېژني.

پخوانی افغان ډيپلومات زردشت شمس وايي، که څه هم طالبان او ایران له امریکا سره د مخالفت په برخه کې ګډ درېځ لري خو په نورو برخو کې د ده په وینا د دواړو خواوو ګډه همکاري ډېره ممکنه نه ښکاري.

خو شمس وايي چې طالبان رسمیت پېژندنې او اقتصادي مرستو ته اړتیا لري.

شمس زیاتوي:" ایران تل په افغانستان کې د یوې خاصې مذهبي ډلې ملاتړ کړی. همداراز دوی افغانستان په کلتوري توګه خپله حوزه او د نفوذ ساحه ګڼي او د دې هدف لپاره فعالیتونه ترسره کوي. دا چې اوس طالبان د هرچا ملاتړ ته اړتیا لري، نو ممکن په دې سفر کې دوی غواړي چې له ایرانه د رسمیت غوښتنه وکړي او یا په اقتصادي چارو کې ترې هم مرستې وغواړي."

ایران ته د طالبانو د یو پلاوي سفر
ایران ته د طالبانو د یو پلاوي سفر

د ښاغلي شمس په وینا ځینې لانجمن مسایل شته چې ښايي په راتلونکي کې د طالبانو د حکومت او ایران ترمنځ د اړېکو پر څرنګوالي ناوړه اغېز وکړي.

ښاغلی شمس د ایران او افغانستان ترمنځ د اوبه خورا ناحله لانجه او په ایران کې د پخواني حکومت د ځینو ګډنوالو تنظیمونو د غړو فعالیت او یا له هغو د ایران احتمالي ملاتړ د مثالونو په توګه یادوي.

ایران له دې مخکې له طالبانو غوښتي وو چې په خپل حکومت کې نورو ډلو ته هم ونډه ورکړي.

د طالبانو په حکومت کې د ښځو او د نورو سیاسي ډلو استازيتوب نه شته او له دې کبله د سیمې او نړۍ د هېوادونو له سختو انتقادونو سره مخامخ دی خو دوی استدلال کوي چې دا حکومت موقتي دی.

XS
SM
MD
LG