د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

ایران: لا هم د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندلو مرحلې ته نه یو رسیدلي


د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې (د مرغومي ۱۳مه) په ورځ وویل، ایران تر اوسه هغې مرحلې ته نه دی رسېدلی چې په خپل ګاونډي هېواد افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

د دې وزارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده په تهران کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، نن ورځ موږ اساساً د طالبانو د په رسمیت پېژندلو مرحلې ته نه یو رسیدلي.خطیب زاده وايي: "هغه چې د افغانستان په اړه پرې زیات تاکید کېږي، هم ایران او د افغانستان ګاونډیان پرې ټینګار کوي، د یوه ټول شموله حکومت جوړول دي چې د افغانستان د قومونو او وګړو د تنوع استازیتوب وکړي. موږ د طالبانو په ګډون د افغانستان له ټولو ډلو سره په تماس کې یو او زموږ دریځ او زموږ مسایل په دقت طالبانو ته ویل شوي دي. موږ په اوس وخت کې اصلاً د په رسمیت پیژندلو په مرحله کې نه یو."

په کابل کې ځینې طالب وسله وال
په کابل کې ځینې طالب وسله وال

نوموړي زیاته کړه، موږ هیله من یو چې د افغانستان حکومتي اداره د خپلو اقداماتو له لارې په داسې لوري حرکت وکړي څو وکولی شي چې نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي.

ایران چې اکثریت وګړي یې شیعه مذهبه دي او له افغانستان سره نژدې نهه سوه کیلومتره ګډه پوله لري، هغه مهال هم چې طالبان د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ پر افغانستان واکمنان وو، واکمني یې په رسمیت نه وه پیژندلې.

مخکې تر دې چې طالبان په اګسټ میاشت کې کابل ونیسي، تهران له دې ډلې سره نژدې اړیکې پاللې.

طالبانو د کابل له نیولو وروسته یوه سرپرسته کابینه چې ټول غړي یې سړیان دي، جوړه کړه.

تراوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد هم د طالبانو واکمني په رسمیت نه ده پیژندلې.

پر ښځو د کار کولو او پر نجونو د زده کړې په برخو کې لګول شوي بندیزونه هغه نور اصلي لاملونه دي چې د طالبانو د نوې واکمنۍ پر وړاندې یې د نړیوالې ټولنې نارضایتي زیاته کړې ده.

XS
SM
MD
LG