د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

دوحه کې د امریکايي استازو او طالب پلاوي ترمنځ د خبرو وروستۍ ورځ ده


دوحه کې طالب پلاوی
دوحه کې طالب پلاوی

په دوحه کې د امریکايي استازو او طالب پلاوي ترمنځ د دویمې ورځې لپاره خبرې روانې دي.

نن د دې خبرو وروستۍ ورځ ده.

دواړه لوري د خپلو لومړیتوبونو نوم‌لړ لري او وايي، د هماغې پر بنسټ یې تفصیلي بحثونه کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم نن د سې شنبې په ورځ (د لېندۍ ۹مه) ازادي راډیو ته وویل: "پرون دواړو خواوو په بشري مرستو، اقتصادي ستونزو او سیاسي مسایلو خبرې وکړې او نن به هم دوام وکړي."

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم

د طالبانو حکومت د اقتصادي مسایلو په برخه کې خپل لومړیتوب د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې ازادول بولي او په سیاسي مسایلو کې د دوی په خبره د حکومت په رسمیت پېژندل یې تر ټولو مهمه غوښتنه ده.

خو امریکايي استازي له یو بل نوم‌لړ سره چې د دوی ملي ګټې را نغاړي، د خبرو مېز ته ناست دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې پړاو خبرو کې به امریکايي استازي په افغانستان کې د متحده ایالاتو په لومړیتوبونو بحثونه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیالې جالینا پورټر رسنیو سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل، متحده ایالات په افغانستان کې خپلو لومړیتوبو ته د رسېدو په لټه کې دي.

د نوموړې په خبره، له ترهګرۍ سره مبارزه، بشري حقونو ته درناوی او په خوندي توګه د امریکايي او د هغوی د افغان متحدانو وتل، د اوس لپاره هغه لومړیتوبونه دي چې امریکا یې د پوره کېدو لپاره ژمنه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیالې په خبره: "د دې غونډو هدف، له طالبانو سره د روښانه خبرو له لارې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ګټو د لاس‌ته راوړلو په برخه کې پرمختګ دی."

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازي ټام‌وېسټ د یوه پلاوي په ملتیا د نومبر په ۲۷مه نېټه دوحې ته ورسېد او تمه ده تر ۱۵ ورځو هلته پاتې شي.

له امریکايي چارواکو سره له خبرو وړاندې طالب پلاوي د اروپايي ټولنې له استازو سره دوه ورځې بحثونه وکړل.

په دې خبرو کې له افغانستان سره په بشري مرستو، بشري حقونو په ځانګړي ډول نجونو او ښځو ته د زده‌کړې او کار د اسانتیاوو برابرېدو، د یوه ټو‌ل‌ګډونه حکومت په جوړېدو او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د دفترونو په بیا پرانستل کېدو خبرې شوې وې.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي چې دوحې ته د تللي پلاوي مشري کوي پرون وویل، دواړه لوري په ځینو ټکو هوکړې ته رسېدلي دي.

اروپايي ټولنې هم له طالب پلاوي سره له خبرو وروسته، یوه اعلامیه کې ولیکل، دا خبرې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په معنی نه‌دي، بلکې د اروپايي ټولنې او افغانانو د ګټو په خاطر د دوی د عملیاتي تعامل یوه برخه ده.

خو د بندو دروازو تر شاه د روانو او شوېو بحثونو په اړه ډېر تفصیلي معلومات یو لوري هم نه دي خپاره کړي.

له امریکايي استازو سره له روانو خبرو، د طالبانو یوه لویه هیله دا ده چې ګوندې هغه غوټه پرانېزي چې په افغانستان کې یې د امریکا د سیاسي فعالیت د پیلېدو اندېښنې زېږولي.

ښکاري چې طالبان لا هم د امریکا ملګرتیا د خپل حکومت د بقا لپاره مهمه بولي.

وروستیو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي ویلي، دوی هیله‌مند چې امریکا به ژر افغانستان ته را وګرځي او که داسې وشول، د ده په خبره، اروپايي ټولنه چمتو ده چې تر نیم ساعته افغانستان کې خپل دفترونه پرانیزي.

XS
SM
MD
LG