طالبانو په کابل کې د داعش ډلې پر ضد عملیات پیل کړي

ارشیف: په کابل کې د طالبانو غړي

د طالبانو حکومت په کابل کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر ضد د عملیاتو د پیلولو اعلان وکړ.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دغه عمليات تېره شپه د کابل ښار د اتمې حوزې په مربوطاتو کې پيل شوي دي.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په کابل ښار کې یې د چاودنو او ډزو غږونه اورېدلي دي.

د دغه خبر تر چمتو کېدو پورې د مرګ ژوبلې د کره شمېر او د عملیاتو د څرنګوالي په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.