یو شمېر افغان اقتصاد پوهان وايې، په دې هېواد کې د اقتصادي وضعیت ښه کېدل د طالبانو او نړیوالې ټولنې په کړنو پورې اړه لري.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په یو تازه راپور کې ویلې، د بشري مرستو په مټ نهشي کولی د افغانستان پاشلي اقتصاد ته سمون ورکړي.
دغه راپور چې د چهارشنبې په ورځ خپور شوی پهکې راغلي، افغانستان د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې شاوخوا ۵ میلیارده ډالر له لاسه ورکړي دي.
پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې د نړیوالو مرستو لویه برخه له دغه هېواد سره بنده شوه او په څه کم ۱۴ میاشتو کې چې طالبان واک ته رسېدلې دي؛ هیڅ هېواد تر اوسه په رسمیت نهدي پېژندلي.
که څه هم طالبان د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو د هڅو په اړه وايي، خو ویل کېږي د ښه کېدو هیڅ نښه يې نه ښکاري.
د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام په خپل تازه راپور کې ویلي، د تېر کال اګست میاشتې راهیسې شاوخوا ۲۰ میلیونه خلک په افغانستان کې د لوږې له خطر سره مخ دي.
د هرات د کرُخ ولسوالۍ د شهرک سبز په نوم د کورنیو بې ځایه شویو کډوالو یو کمپ کې د خلکو د بېوزلۍ وضیعت یو اورېدونکي ازادي راډیو ته داسې بیان کړ: " دا مهاجرین بیخي له بد وضیعت سره مخ دی. یوه ګوله ډوډۍ کور کې نهلري. کوچنیان او تور سرې یې ځي ښارونو کې خیرات ټولوي. زما هيله له دې (طالبانو) او مؤسسو څخه داده چې له دې کډوالو سره دې مرسته وشي که پاملرنه ونهشي دا کډوال د مرګ له ګواښ سره مخ دي."
" یوه ګوله ډوډۍ کور کې نهلري. کوچنیان او تور سرې یې ځي ښارونو کې خیرات ټولوي"
که څه هم پر افغانستان د طالبان د بیا واکمنېدو راهیسې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانسان بانک په میلیاردونو دالر ګنګل شول او تر اوسه پر طالبانو نړیوال بندیزونه لا پر ځای دی، خو په وروستیو میاشتو کې امریکا متحده ایالاتونو په میلیونو نقد دالر د طالبان تر کنترول لاندې افغانستان ته راولیږل.
بلخوا بیا د نورو خیریه ادارو لومړنۍ مرستې هم روانې دي که څه هم د تېرو کلنو پرتله کمې دي ځکه یو شمېر دغه خیریه ادارو افغانستان پرېښی دی.
د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره وايي؛ په بشري مرستو سره د افغانستان پاشل شوی اقتصاد ته سمون نهشي کولی.
په دې اړه نور: ملګري ملتونه: يوازې بشري مرستې د افغانستان اقتصادي ستونزې نهشي حلولید افغانستان د تجارت او صنایع خونې د مدیرت هیات غړی اذرخش حافظي هم له دې خبرې سره موافق دی.
نوموړی وايي: "کله چې مرستې بندې شوې او نړیوالې اړیکې وشلېدلې؛ نو مصنوعي اقتصاد هم ورسره نسکور شو، بانکې مناسبات ورسره خراب او هغه بشري مرستې چې راتللې هغه هم ختمې شوې. هغه پروژې چې دلته پیل شوې وې، یوه برخه يې جوړه وه او نورې پاتې وي نو ساتنې ته يې اړتیا درلوده چې دا هم په ټپه ودریدلې او کوم حکومت چې رامنځته شوی و هغه هم له نړۍ سره يې مناسبات سم نه و."
"کله چې مرستې بندې شوې او نړیوالې اړیکې وشلېدلې؛ نو مصنوعي اقتصاد هم ورسره نسکور شو"
د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتونو ځانګړي استازي ټام ويسټ ویلي، د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې افغانستان سره یو میلیارد او سل میلیونه ډالر بشري مرسته کړې ده.
هغه د سپټمبر په اته ویشتمه په واشنګټن کې د نړیوالو ستراتیژیکو څېړنو په مرکز کې وویل؛ بشري مرستې دایمي نهدي نو ځکه د افغانستان اقتصادي ثبات لپاره باید یو سیستم جوړ شي.
محمد امین فرهنګ چې افغان اقتصاد پوه دی، هغه هم په دې باور دی چې بشري مرستې د افغانستان د اقتصاد ښه کیدو سره مرسته نهشي کولای.
"بشري مرستې چې د افغانستان سره کېږي د مصرف په لور ځي"
نوموړی وايي: "بشري مرستې چې د افغانستان سره کېږي د مصرف پر لور ځي؛ یعنې دا چې خلک هغه د خوړو او د ژوند نورو اړتیاو لپاره ترې کار اخلي. اما دغه مرستې چې په غیر مستقیم ډول راځې او د تولید او پانګونې په هدف ترېنه ګټه نه اخیستل کېږي؛ نو په دې اساس يې د تولید کچه خرابیږي. اوزګارتیا ډېره ده او پایله يې دا ده چې قیمتونه لوړ شي. د خلکو د ژوند کچه ټیټه شي او غربت ورسره ورځ په ورځ ډېرېږي."
د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې راپور چې چهارشنبه خپور شو پهکې راغلي؛ افغانستان د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې شاواخوا ۵ میلیارده دالر له لاسه ورکړي دي.
د راپور پر بنسټ د روان کال تر نیمې پورې ۷ سوه زروافغانانو خپله دندې له لاسه ورکړي دي.
په دې اړه نور: ملګري ملتونه: د افغانستان اقتصاد ۱۲ مياشتو کې د لسو کلونو برياوې له لاسه ورکړيدغه راز اذرخش حافظي وايي؛ د دولت د کارکوونکو بېکاره کېدل د اقتصاد په پاشل کېدو کې مرسته کړې ده.
هغه تېر جمهوري نظام ته په اشاره وویل: "ملګرې ملتونه د ۴۰ میلیونو انسانانو په نمایندهګۍ د درې یا څلور سوو انسانانو باندې سروې کوي او بیا يې پایلې شریکوي؛ د افغانستان د اقتصاد په برخه کې د ښځو ونډه تر نیمه څه زیاته ده. د ښځو ونډه په کلیو کې د کار په برخه بیا له نارینو څخه ډېره ده."
له بلې خوا ښاغلی فرهنګ وايي: "که چېرته طالبان واقعا همغه شرایط پوره او د نړیوالې ټولنې بارو ترلاسه کړي؛ نو امکان شته چې افغانستان سره تولیدي برخو کې مرستې وشي او بهرني پانګوال راشي، افغانستان ډېرې طبیعي سرچینې لري هغوی به لېواله شي چې پانګونه وکړي او په کرار کرار افغانستان له دغې بحران او اقتصادي رکود نه راووځي.
میلیونونه تنه په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو او لومړني موادو قیمتونو ښکته کېدو ته سترګې په لار دي.