د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۶

د خوړو نړيوال پروګرام له ۱۵ ميليونه افغانانو سره د خوراکي توکو مرستې پيلوي


خلکو د مرستو وېش - ارشيف
خلکو د مرستو وېش - ارشيف

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) وايي، په پام کې لري، په افغانستان کې اړو کسانو ته د خوراکي توکو د مرستو د وېش پروګرام پراخ کړي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند، وحید الله اماني پرون سې شنبه (د تلې۱۲مه) په دې اړه ازادۍ راډیو ته وويل: "پلان مو دا دی چې د روان کال له اکتوبر میاشتې د ۲۰۲۳م کال د مارچ میاشتې تر پای پورې وکولی شو هره میاشت تر ۱۵ ملیون ډېرو کسانو ته د خوراکي توکو مرستې ورسوو. د خوراکي توکو په دغو مرستو کې د ۱۵۰زره ټنه په شا و خوا کې د خوراکي توکو ذخیره کول په هغو سیمو کې شامل دي، چې د ژمي پر مهال یې لارې بندېږي. دغه ذخیره شوې مرسته به وکړای شي د ۲ اعشاریه ۲ ملیونه کسانو سره مرسته وکړي چې د ژمي پر مهال د خوراکي توکو له جدي کمښت سره مخامخ نه‌شي."

ارشيف
ارشيف

ښاغلی اماني وايي د ۲۰۲۳م کال تر مارچ میاشتې پورې د دې پلان د عملي کولو لپاره یو اعشاریه یو ملیارد ډالرو ته اړتیا لري، چې هیله لري مرستندوی سازمانونه او هېوادونه یې ورکړه پر غاړه واخلي.

ګڼ اورېدونکي هره ورځ د ازادۍ راډیو په پیغام ثبتوونکي ماشین کې شکایت کوي، چې بشري او نورې مرستې اړو کسانو ته نه رسېږي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، په ۲۰۲۱م کال کې یې په افغانستان کې ۱۴ ملیون کسانو ته د خوراکي توکو د مرستې رسولو هدف ټاکلی و، خو د اګست د میاشتې له سیاسي تحولاتو وروسته د خلکو اړتیاوې زیاتې شوې او دوی وتوانېدل هغه کال تر ۱۵ ملیونو ډېرو کسانو سره د خوراکي توکو مرسته وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG