د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۶

د ترکيې سرې مياشتې ټولنه د پکتيکا زلزله‌ځپلو ته کورونه جوړوي


د پکتيا په زلزله کې ويجاړ شوي کورونه
د پکتيا په زلزله کې ويجاړ شوي کورونه

د ترکیې سره میاشت ټولنه غواړي چې په پکتیکا ولایت کې د زلزله‌ځپلو لپاره یو شمېر کورونه جوړ کړي.

د سږ کال په دوبي (جون) کې شدیدو زلزلو په پکتیکا اوخوست ولایتونو کې تر زرو ډېر کسان مړه او زرګونه نور ژوبل کړل.

د دغو زلزلو له کبله لسګونه زره خلک بې کوره شول.

د ځايي چارواکو په وینا لا هم د پکتیکا په ګیانې کې ۴۵۰۰، په برمل کې ۱۵۰۰ او په سپېره ولسوالۍ کې له ۵۰۰ تر ۶۰۰ کورونو ته اړتیا ده.

د دوی په وینا ټولو بې کوره شویو ته خېمې نه‌دي رسېدلي او ژمی را روان دی.

د ګیان ولسوالۍ يوه اوسېدونکي کوثر ازادي راډیوته وویل: 'زموږ خاندین کلي شاوخوا ۲۴ شهیدان ورکړي دي، زما خپل پلار هم شهید شوی، دغسي ۱۹ یا ۲۰ کورونه ویجاړ شوي دي."

سره له دې چې سيمې کې خلکو سره مرستې شوي دي، خو د ژمي په راتلو سره اندېښنې شته.
سره له دې چې سيمې کې خلکو سره مرستې شوي دي، خو د ژمي په راتلو سره اندېښنې شته.

دغه راز د سيمې بل اوسېدونکی رحمت الله وايي: "ژمی را روان دی، زموږ کورونه ویجاړ دي، موږ ته دې خپل کورونه جوړ شي او سړک دې راته جوړ شي."

د ملګروملتو اړوندو موسسو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې بې سرپناه خلکو ته د کورونو په جوړولو پیل کړی دی.

دوی همدا راز غواړي چې په ګیانې ولسوالۍ کې هم کورونه جوړ کړي.

په همدې منځ کې د ترکیې سره میاشت ټولنه غواړي په دوو کلیو کې ۱۰۰ کورونه جوړ کړي.

په پکتیکا کې د افغاني سره میاشت ټولنې مشر مولوي الیاس ناصري وايي، د ژمي لپاره ۲ زره خېمو او همدا راز تودو جامو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د سږ کال زلزلې او ورسره سېلونه په داسې حال کې وو چې له وړاندې وچکالۍ سخت زیانونه پېښ کړي وو.

XS
SM
MD
LG