پر 'کاج' روزنیز مرکز برید؛ مرضیې او هاجر د هدیرې ملګرتیا هم وپالله

(ښی-کین) هاجر او مرضیه د کابل د رووستي خونړي برید هغه قربانیانې دي چې له ماشومتوبه سره ملګرې وې

مرضیه او هاجر د کابل د رووستي خونړي برید هغه قربانیانې دي چې له ماشومتوبه سره ملګرې وې او ګډ ارمانونه‌یې درلودل.

دوی د تېرې جمعې په ورځ پر "کاج" ښوونیز مرکز د برید په پایله کې ووژل شوې، هغه برید چې لسګونه نورې کورنۍ یې هم د هغو اولادونو ویر ته کېنولې چې پوهنتون ته د تګ شېبې یې شمارلې.

د مرضیې او هاجر قبرونه هم اوس څنګ په څنګ دي.

د مرضیې او هاجر قبرونه هم اوس څنګ په څنګ دي.

مرضیې او هاجر څه هیلې درلودې او کوم نیمګړي ارمانونه‌یې خاورو ته یوړل؟

مریم د اتلس کلنې مرضیې مور چې خپله بې‌سواده ده، خو د ژوند ټوله هڅه‌یې دا ده چې ۷ واړه ماشومان‌یې ښوونځيو او پوهنتونونو ته ولاړې شي، مرضیه‌یې درېیمه لور وه چې له دولسم ټولګي فارغه او د کانکور په چمتووالي بوخته وه.

مرضیه د مور درېیمه لور وه چې له دولسم ټولګي فارغه او د کانکور په چمتووالي بوخته وه.

د مرضیې مور وایي، له کړاوه ډک ژوند ګالي، خو نه‌غواړي چې اولادونه‌یې د دې په څېر له سواد او زده‌کړو محروم پاته شي.

مریم وايي: "اوس هم هڅه او خپله وسه کوو چې نور پاتې اولادونه مې درسونه ووایي او خپلو هیلو ته ورسېږي، د مرضیې په څېر باید نه‌شي، حکومت باید زمونږ امنیت خوندي کړي، د وطن نور اولادونه باید داسې ونه‌وژل شي."

مرضیه په کابل کې زېږېدلې او د همدې ښار له چهل دختران لېسې فارغه شوې وه.

مرضیه سږني کانکور ته ډېره په هڅه کې وه، څلور ځله‌یې ازمیښتي کانکور کې ګډون کړی، خو پنځم ځل ازمایښتي کانکور یې ژوند ترې واخیست.

د تېرې جمعې په ورځ چې د تلې یا میزان اتمه نېټه وه، سهار د کاج په نوم ښوونیز مرکز ته ولاړه چې پنځم ازمیښتي کانکور ورکړي، خو هلته پرې وسله‌والو برید وکړ او له لسګونه نورو زده‌کوونکو سره‌یې ووژله.

مرضیه او هاجر په یوه ټولګي کې وې

بوستان علي چې د مرضیې پلار دی وایي لور یې غوښتل چې مهندسه شي.

مرضیې غوښتل چې مهندسه شي.

خپله بوستان علي هم تر درېیم ټولګي ښوونځی ویلی او جومات کې یې ابتدایي دیني زده‌کړې کړي، خو دی اولادونو ته ښه راتلونکې غواړي: "زما اراده دا ده چې اولادونه مې باید زما په څېر ړانده یا بې‌سواده ونه‌اوسي، که مونږ شهیدانېږو هم، د تعلیم لارې ته دوام ورکوو، نه‌پریږدم چې اولادونه مې بې‌سواده شي، خپلو هیلو ته باید ورسېږي."

پر کاج ښوونیز مرکز د تېرې جمعې له برید وروسته د مرضیې او هاجر کیسې ډېرې لاس په لاس شوي او د دوی د ملګرتیا کیسې ټولنیزو رسنیو ته هم راوتلي.

په دې اړه نور:

کابل کې چاودنه؛ لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي، د مرګ‌ژوبلې د زیاتېدو امکان شتهپر ښوونيزو مرکزونو بريدونه څوک کوي؟یوناما: د کابل پرونۍ چاودنه کې ۳۵ تنه وژل شوي او ۸۲ نور ټپیان ديد کاج پر ښوونیز مرکز برید ګڼې کورنۍ د ویر په ټغر کېنولي

د مرضیې مور وایي، لور یې له ماشومتوبه د هاجر ملګرې وه او اوس‌یې هم لږ تر لږه نیمایي وخت یو له بل سره یوځای تېراوه: "هاجر او مرضیه ډېرې خوږې ملګرې وې، یوځای ښوونځي ته تللې، بیا یې چې ښوونځی خلاص کړ، یوځای کورس ته تللې، په ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ ساعته دوی سره یوځای وې."

هاجر او مرضیه ډېرې خوږې ملګرې وې

د مرضیې او هاجر کورنیو هڅه کړې چې له مرګ وروسته هم هغوی سره ملګرې وساتي، ځکه‌یې قبرونه د دشت برچي د رېګرېشن په هدیره کې څنګ په څنګ جوړ کړي.

د مرضیې مشره خور انسیه وایي، خور یې ورسره دې شپو ورځو کې عکسونه اخیستل چې د کانکور له پایلې وروسته‌یې په خپل پروفایل ولګوي، خو کیسه بل ډول شوه.

انسیه زیاتوي: "کیسې او شوخۍ مو سره کولې، مرضیې ویل راشه عکس مې واخله، کله چې د کانکور اول یا دوهم نمره شوم، بیا مې دا عکس د فېس‌بوک په پروفایل کېږده، اوس مې متأسفانه د اول نمره‌ګۍ پر ځای د دې د شهادت عکس پر خپل فېس‌بوک او ټولنیزو رسنیو ایښی، دغه خاطره‌یې ما ډېره ځوروي."

پر کاج ښوونیز مرکز برید لږ تر لږه ۵۳ تنه ووژل چې ۴۶ تنه‌یې نجونې وې. دغه حمله کې ۱۱۰ تنه نور ټپیان شول.

نور ووینئ ...

د هاجر پلار غلام علي وایي، د لور مړی یې داسې ومونده چې په اسانه پېژندل کېده هم نه: "په ختم کې وم چې زنګ راغی او وویل شول چې په یوه کورس کې چاودنه شوې، ډېر وارخطا راووتم، د مرضیه جانې جسد مې وطن روغتون کې ومونده، هاجر مې عدلي طب کې ومونده، سمې نه‌پېژندل کېدې، په ډېر سختۍ مو وموندلې."

غلام علي هم چې د ۷ اولادونو پلار دی تر څلورم ټولګي یې ښوونځی لوستی. دی خپله دکان لري، خو درې لورانې یې لېسانس لري او څلورمې یې هاجر د لېسانس ارمان ګور ته یووړ.

د هاجر مور عزیزه وایي: "پلار یې له لورانو او زامنو سره ډېر زیار ګاللی چې زده‌کړې وکړي، مونږ له مرګه نه‌ډارېږو، خو غواړو چې اولادونه مې درس ووایي."

مرضیه او هاجر د ښوونځیو د درس ترڅنګ له ادبیاتو، هنر او موسیقۍ سره هم مینه درلوده.

دوی دواړو د ترکۍ لیکوالې ایلیف شفاک (Elif Shafak) او امریکایۍ لیکوالې ریچل هالیس (Rachel Hollis) له کتابونو سره ځانګړې مینه درلوده او فارسي ژبې ته د دغو لیکوالانو ژباړل شوي کتابونه‌یې کور کې درلودل.

دوی دواړو د ترکۍ لیکوالې ایلیف شفاک (Elif Shafak) او امریکایۍ لیکوالې ریچل هالیس (Rachel Hollis) له کتابونو سره ځانګړې مینه درلوده او فارسي ژبې ته د دغو لیکوالانو ژباړل شوي کتابونه‌یې کور کې درلودل.

مرضیې د خاطرو په کتابچه کې د خپلو ۹ هیلو له ډلې یوه هیله دا هم ښودلې چې یوه ورځ له ایلیف شفاک سره وګوري. هاجر بیا د ریچل هالیس د لیدو هیله کړې ده.

د مرضیې نورې هیلې چې د هغې کتابچه کې پاته دي، دا وې چې د فرانسې ایفل ټاور له نږدې وګوري، د ایټالیا یوه رستورانت کې پیزا وخوري، شپه کې پارک کې قدم ووهي او ګیتار زده کړي او ویې‌غږوي.

په دې اړه نور:

د کابل برید او امنیت ته د هزاره و اندیښنه د کابل وروستۍ پېښې ته غبرګونونه؛ هیدر دغه برید وحشتناک او بوږنونکی وبالهملګري ملتونه: طالبان باید د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړيکابل کې د تېرې ورځې خونړۍ پېښې په غبرګون یو شمېر ښځو لاریون کړید کابل پروني خونړي برید ګڼې کورنۍ د ویر په ټغر کېنولېد کاج پر ښوونیز مرکز برید ګڼې کورنۍ د ویر په ټغر کېنوليتکل: طالبان د امن په ټینګښت کې پاتې راغليعبدالسلام حنفي: پر ښونیزو مرکزونو بریدونه ستر جنایت دییوناما: طالبان دې د سوله ییزو لاریون کوونکو پر ضد د وسلو له کارولو ډډه وکړي

د مرضیې ماما او زده‌کړو ته د هغوی یو هڅوونکی عبدالظاهر مدقق وایي: "دوی دواړو د ایلیف شفاک ټول هغه کتابونه چې یې درلودل لوستي دي، هاجر له امریکايۍ لیکوالې ریچل هالیس سره مینه درلوده، هالیس د انګېزه ورکوونکو کتابونو یوه مجموعه لري، هاجر د خپلو یادښتونو په کتابچه کې لیکلي چې غواړي یوه ورځ ریچل هالیس وګوري."

مرضیه او هاجر داسې مهال خپلې نیمګړې هیلې کورنۍ ته په میراث پرېږدي چې په افغانستان کې ملیونونه نورې نجونې له ښوونځیو بې‌برخې دي.

مرضیې او هاجر خپلې نیمګړې هیلې کورنۍ ته په میراث پرېښودې

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت سږني کانکور ته په ثبت شویو زده‌کوونکو کې ۳۵ فیصده نجونې شته، خو اندېښنې دا دي چې که د نجونو ښوونځي همداسې بند وساتل شي، راتلونکی کال به د نجونو دا فیصدي صفر ته نږدې شي.

سږني کانکور ته په ثبت شویو زده‌کوونکو کې ۳۵ فیصده نجونې شته