د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش امنیت شورا ته په خپل تازه راپور کې له طالبانو غوښتي دي چې، د نجونو او ښځو په ګډون د ټولو افغانانو بنسټیزو بشري حقونه او ازادي خوندي کړي.
په دې راپور کې چې جزیات یې نن خپاره شول له تروریستي ډلو سره د طالبانو د اړیکو او د افغانستان پر روان اقتصادي او ټولنیز وضعیت هم اندېښنه ښودل شوې.
د ياد راپور جزیات احمد تکل د پوهنتون له استاد جاوېد مومند سره په يوه مرکه کې څېړلي.
ښاغلی مومند په پیل کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د طالبانو او نړیوالې ټولنې د متفاوتو دریځونو په اړه څرګندونې کوي.
د ښاغلي جاوېد مومند مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5