له 'کابله تېښته' مستند فلم په اړه د ګارډين ورځپاڼې تبصره

تېر کال د کابل هوايي ډګر - ارشيف

ګارډين ورځپاڼه:

  • ګارډین ورځپاڼې په هغه مستند فلم باندې یوه مقاله خپره کړې چې له افغانستانه د تېر کال ډله‌ییز وتلو باندې جوړ شوی.

(له کابل تېښته) د دغه ۷۷ دقیقه یي مستند فلم نوم دی چې په‌کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو، طالب عسکرو او نورو عامو افغانانو په لاس ثبت شوې اصلي ویډیوګانې، خبرې او عکسونه ښکاري.

د ګارډین په مقاله کې راغلي له کابله د وتلو یا تېښتې په مسله باندې له کال زیات وخت تېر شو خو د هغه وخت یاد لا هم ډاروونکی او خورا حیرانوونکی دی.

امریکا د ۲۰۲۱ کال د اګست له نیمايي له افغانستانه د خلکو د ایستلو پروسه پیل کړه دقیق هغه وخت چې کابل د طالبانو لاس ته ولوېد او په یوې موافقې سره طالب ځواکونو د کابل له هوايي ډګره په امریکايي او نورو ایتلافي الوتکو کې د خلکو ایستلو ته اجازه ورکړه.

هغه وخت کابل خلکو ته له هېواده د وتلو یواځینۍ خوندي لار وه خو مسلم هوتک چې د سقوط په اوله ورځ یې ځان هوايي ډګر ته رسولی وو ویلي: "د کابل په هوايي ډګر کې سم د قیامت ورځ وه."

ګارډین په دې مقاله کې د امریکايي عسکرو خبرې هم راخیستي چې، د تخلیې د ورځې د سختیو یادونه کوي او وايي دوی ته ویل شوي وو چې ځئ او راځئ خو هر څه داسې په کرارۍ مخته نه تلل او د لسګونه زره خلکو په شور ماشور او لانجو سربېره چې ټول هوايي ډګر یې په سر اخیستی و.

هوايي ډګر مخته د اګست د ۲۶ په ماښام خونړۍ چاودنه نسبي نظم هم له منځه یووړ.

له کابله د تېښتې په دې مستند کې د طالبانو عسکرو او قومندانانو هم خبرې کړي چې د تخلیې له ماموریت سره د موافقې سربېره ورته ویل شوي وو چې د خلکو د تګ مخه ونیسي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه:

  • واشنګتن پُسټ د افغانستان د خښتو په بټیو کې د ماشومانو په شاقه کارونو یوه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې د نبیلا په نوم د یوې دولس کلنې افغان ماشومې یادونه شوې چې په دې کم عمر د ورځې تر لس ساعته د خښتو په بټۍ کې کار کوي.، ښت مالانو ته خټې ډکوي او پخې خښتۍ کتاروي.

نبیلا په دې بټۍ کې چې د کابل له ښاره وتلې سیمه کې ده د څو نورو ماشومو کارګرو مشره هم ده.

واشنګتن پُسټ زیاته کړې دا واړه ماشومان تر خپل مسؤلیت زیات هڅه کوي چې یوازې د خپلو کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو غم ورسره دی.

د خښتو په کار کې د دغو ماشومانو رول هم د بټیو مالکانو یاد کړی او ویلي یې دي چې، د دوی لاس ډېر ورباندې سپک دی.

په مقاله کې راغلي د افغانستان مخ په ځوړ اقتصاد د دې لامل شوی چې د نبیلا په څېر لسګونه زره وړې ماشومې او هلکان د خښتو بټیو او نورو شاقه کارونو ته مخه کړي.

د ماشومانو د ژغورنې د موسسې/سیف دې چلدرن د سروې له مخې په تېر یو کال کې د دغو ماشومو کارګرو شمېر ۲۰ فیصده زیات شوی او په دې اساس هغه ماشومان چې په افغانستان کې له حده زیات درانه کارونه کوي څه باندې یو میلیونو ته رسیږي.