داوودزی: طالبانو سره د خبرو لپاره له افغانستانه یو لوی پلاوی قطر ته ځي

دَ افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داوودزی یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال, 25 Feb 2019

د افغانستان د سولې په پروسه کې ځیني تازه پرمختګونه شوي دي.

افغان حکومت ویلي چې له طالبانو سره د مشورتي خبرو لپاره له افغانستانه یو لوی پلاوی قطر ته ځي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه له رسمي خبرو مخکې چې لا یې ترسره کېدل روښانه نه‌دي دواړو لورو په دوحه کې د یوې مشورتي ناستې لپاره د چمتووالي اعلان کړی دی.

د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داوودزي پرون یکشنبه «۱۳۹۸ کال د وري ۱۸» ماښام وویل چې قطر ته به د ټول افغانستان په استازیتوب یو ټيم له طالبانو سره د مشورتي خبرو لپاره ولاړ شي.

ښاغلي داوودزي زیاته کړه:

په دې اړه نور: ولسمشر غني: د سولې په مذاکراتي ټیم کې دې د نظام او ولسواکۍ خلاف خلک نه وي

"قطر ته یو لوی پلاوی ځي چې له مقابل جانب سره چې د طالبانو تحریک دی له هغوی سره د نظریاتو تبادله کوي. مذاکراتي ټیم چې کله وټاکل شي مذاکره کوي او هغه نور ګامونه دي. اوس یو ټول‌منلی او پراخ ټیم له افغانستانه ځي، څو د افغانستان له اسلامي جمهوریته استازیتوب وکړي. په اصولو کې دا پرېکړه وشوه چې ژر به «دا ټیم» سفر کوي."

مخکې له دې ویل شوي و چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره دا ناسته د اپرېل په ۱۴مې او ۱۵مې کېږي، خو ښاغلی داوودزی وايي چې د چهارشنبې په ورځ به‌یې نهایي نېټه په ډاګه کړي.

ښاغلي عمر داوودزي وویل، قطر ته د یوه لوی ټیم په استولو باندې د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۸» ​په ارګ ماڼۍ کې د مصالحې د عالي شورا په لومړۍ ناسته کې پرېکړه وشوه.

د مصالحې په عالي شورا کې افغان ولسمشر اشرف غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي رهبر عبدرب رسول سیاف او ګڼو نورو مخورو سیاسیونو برخه اخیستې وه.

په دې اړه نور: خلیل‌زاد د دوحې ناستې په اړه له اشرف غني سره غږېدلی

د مصالحې عالي شورا اکثر غړي هماغه کسان و چې په فبروري کې له طالبانو سره په مسکو کې ناست وو، خو حکومت ویلي و چې دوی کوم اجرايي واک نه‌لري.

د افغانستان نړیوال متحدین بیا په‌دې باور دي چې له طالبانو سره خبرې یوازې په حکومت پورې تړلې نه‌دي، بلکې یو لوی ټیم ورته په‌کار دی چې د ټولو استازیتوب وکړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیل‌زاد د یکشنبې په شپه ویلي، له دې خوښ دی چې افغان حکومت او سیاسي مشران د دوحې د راتلونکې اوونۍ خبرو لپاره سره یوځای شوي.

خلیل‌زاد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې له افغان ولسمشر اشرف غني او نورو مشرانو سره‌یې خبرې کړي، څو څنګه په ګډه او ښه توګه د دوحې په بین‌الافغاني خبرو کې سولې ته د رسېدو لپاره ګډ اهداف مخته یوړل شي.

د ناټو لوړپوړي ملکي استازي نیکلاس کې هم «د جمعې په ورځ» «۱۳۹۸ کال د وري ۱۶» له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې له طالبانو سره د خبرو لپاره په کابل کې د یوې اجماع د رامنځته کېدو هڅې وستایلې.

نوموړي ویلي:

"په پای کې باید د افغانستان حکومت د سولې د معاملې موافقه وکړي. افغان حکومت د دغه هېواد منتخب او مستقل حکومت دی، خو دا په یوازې د حکومت کار هم نه‌دی. په څو وروستیو ورځو کې په کابل کې زیات پرمختګ شوی، ځکه له ټول هېواده سیاسي مشران له ولسمشر غني سره راټول شوي، څو له طالبانو سره د احتمالي خبرو لپاره یو واحد ټیم رامنځته کړي."

طالبانو د افغانستان د مصالحې عالي شورا د یکشنبې ورځې تر تصامیمو وروسته د شپې ناوخته اعلان وکړ چې په دوحه کې به له افغان سیاستوالو سره د دوی ناسته یوازې د نظریاتو او د پالېسیو د تبادلې لپاره وي.

دې ډلې د دوحې په ناسته کې د افغان چارواکو له حضور سره مخالفت نه‌دی ښودلی، خو شرط‌یې دا ایښی چې که د حکومت چارواکي برخه اخلي یوازې دې د افرادو په توګه خپل شخصي نظریات وړاندې کړي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی