د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

عمر داودزی: غوره ده چې د قطر غونډه تر مشورتي لويې جرګې وروسته وشي


د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا او د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون مشر محمد عمر داودزی
د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا او د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون مشر محمد عمر داودزی

د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر وايي چې نن د اپرېل په اوومه په کابل کې د سولې په اړه خبرې کېږي.

محمد عمر داودزي وویل، نن به په قطر کې د را روانې غونډې په اړه خبرې کېږي او د وخت په اړه به يې پرېکړه وشي.

ده زیاته کړه:

"موږ غوره بولو چې د قطر غونډه په افغانستان کې تر مشورتي لويې جرګې وروسته وشي."

داودزي وویل، په دې ډول به د افغانستان د خلکو نظرونه راټول شي او یو پلاوی به په یوه واحد نظر دوحې ته د خبرو لپاره ولاړ شي.

داودزي وویل، د امریکا پلاوی غوره ګڼي چې د قطر غونډه تر جرګې مخکې وشي.

د افغانستان حکومت وايي چې د اپرېل په نهه ویشتمه نېټه به مشورتي لویه جرګه وشي.

د رپوټونو پر اساس، د قطر په پلازمېنه دوحه کې غونډه د اپرېل د میاشتې نیمايي ته پلان شوې ده.

ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم په کابل کې نن په دې مسئله خبرې وکړي.

خلیلزاد پرون له اسلام اباده کابل ته راستون شو.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت استازی زلمی خلیلزاد
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت استازی زلمی خلیلزاد

هغه پر ټوېټر د پاکستان له حکومته مننه کړې چې په افغانستان کې یې د سولې له هڅو سره مرسته کړې ده.

دی وایي:

"ما له پاکستانه مننه وکړه چې بیا یې دا ټینګار وکړ چې یوازې افغانان به د خپلې راتلونکې پرېکړه کوي."

د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشر وویل چې له افغانستانه به یو لوی پلاوی په دوحه کې د طالبانو له سیاسي استازو سره د خبرو لپاره ولاړ شي.

داودزي وویل چې د پلاوي ترکیب لا نه دی معلوم.

د طالبانو استازو ویلي چې د افغانستان د حکومت له استازو سره خبرې نه کوي.

د سولې د عالي شورا د درالانشا مشر وویل چې په کابل کې ټولې سیاسي خواوې سوله غواړي، خو پر جزیاتو ځیني اختلافونه شته.

نوموړي وویل:

"په دې باندي ما په مجالسو کې اختلافي نظر واورېده چې ولې ټول مجالس په قطر کې کېږي."

داودزي وویل، یو شمېر کسانو اندېښنه درلوده چې په یوه هېواد کې تمرکز په سیمه کې حساسیتونه پېدا کولی شي.

هغه وویل، ځیني کسان په دې نظر دي چې د سولې لپاره دې خبرې او غونډې په نورو هېوادونو کې هم وشي.

د سولې د عالي شورا د دارلانشا مشر وویل، په اوس وخت کې دوی هڅه کوي چې د سولې په اړه په کور دننه اجماع رامنځته شي.

XS
SM
MD
LG