د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۴۷

اسلام‌اباد ته د زلمي خلیلزاد سفر او د کابل تمې!


د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم. ۲۵ می ۲۰۱۶
د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم. ۲۵ می ۲۰۱۶

پاکستان ته د افغانستان د سولې په تړاو له خبرداري وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد اسلام‌اباد ته رسېدلی او هلته یې له يو شمېر پاکستاني چارواکو سره لیدنې کتنې کړي دي.

ښاغلی خلیل‌زاد د جمعې په سهار د افغانستان د سولې په اړه د خبرو اترو لپاره، له کابله اسلام اباد ته ولاړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د يوه بیان له مخې زلمي خلیل‌زاد په‌خپل دغه سفر کې تردې مهاله د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او مرستیال وزیرې تهمینې جنجوعه سره په لیدنو کې د دوحې او کابل د لیدنو او يو لړ نورو مسایلو په اړه بحثونه کړي دي.

خو دلته د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم بیا د افغانستان د سولې په اړه اسلام‌اباد ته د زلمي خلیل‌زاد سفر د سیمه‌ییزې همکارۍ او د رښتینو او عملي اقداماتو لپاره د پاکستان د هڅولو لپاره مهم بولي.

نوموړی وايي:

"ښاغلي خلیلزاد دوه درې ورځې په کابل کې حضور درلود او اوس پاکستان ته تللی دی، هیله لرو چې د سیمه‌ییزې همکارۍ د پياوړتیا لپاره يو لړ ګامونه واخېستل شي او هېڅ هېواد ته دا اجازه ور نه‌کړل شي چې له ترورېزمه د يوې وسیلې په توګه ګټه پورته کړي، تروریستان زموږ ګډ دښمنان دي او اړتیا ده چې د دغې ډلې د له‌منځه وړلو لپاره په رښتیني توګه په ګډه مبارزه وکړو."

ښاغلی میثم ټینګار کوي چې د افغانستان د حکومت غوښتنه له امریکا څخه دا ده چې د تروریستي ډلو ملاتړي هېوادونه دې ته اړ کړي چې طالبان له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته راکاږي.

ارشیف، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد له شاه محمود قریشي سرهApril 5, 2019
ارشیف، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد له شاه محمود قریشي سرهApril 5, 2019

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد يوه ورځ وروسته له هغه پاکستان ته سفر کوي چې د افغانستان د سولې په تړاو يې د پاکستان پر سیاست انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د امریکا او پاکستان اړیکې به تر هغه سم نه‌شي چې د افغانستان په اړه د اسلام‌اباد په سیاست کې بدلون نه‌وي راغلی.

نوموړی پاکستان د افغانستان په چارو کې په مداخلې هم تورن کړی او ویلي یې دي چې افغان حکومت له طالبانو سره د هوکړې لاسلیکولو سره هم‌مهاله باید پاکستان سره هم يوه هوکړه لاسلیک کړي.

زلمي خلیل‌زاد تېره اوونۍ د افغانستان د سولې په تړاو د خپلو سفرونو نوې لړۍ پيل کړه چې د اپریل تر لسمې به دوام کوي.

هغه د خپلو سفرونو په‌دغه نوې لړۍ کې تردې مهاله بریتانا، بلجیم او کابل ته سفرونه کړي او اوس پاکستان ته په دوه ورځني سفر دی.

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، کابل ته په‌خپل دري ورځني سفر کې ښاغلي خلیل‌زاد د خپلو سفرونو د راپور وړاندې کولو ترڅنګ تر ډېره د افغان سولې په اړه پر داخلي اجماع له افغان چارواکو سره بحثونه درلودل.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د افغانستان په اړه زیات ښه خبرونه پر لار دي.

خو له دې ټولو سره- سره يو شمېر افغان کارپوهان له ډلې یې زبیر شفیقي بیا په‌دې باور دی چې د افغانستان د سولې په اړه د امریکا هڅې به هله نتیجه ورکړي چې پاکستان د تروریستي ډلو له ملاتړه لاس واخلي او امریکا پر دغه هېواد فشارونه لا زیات کړي.

ارشیف، افغان کارپوه زبیر شفیقي.عکس 2014
ارشیف، افغان کارپوه زبیر شفیقي.عکس 2014

دی وايي:

"د خلیل‌زاد دریځ د پاکستان پر وړاندې انتقادي دی، زه فکر کوم چې دا ځل به له پاکستاني چارواکو سره په واضح لهجه خبرې وکړي، که امریکا وغواړي په افغانستان کې سوله راشي نو پاکستان به هم اړ شي چې په افغانستان کې له مداخلو او ناورین جوړولو لاس واخلي."

ښاغلی شفیقي وايي، د سولې په اړه شته‌وو اختلافاتو او د يوې قوي ارادې د نشتوالي له امله دغه بهیر له ستونزو سره مخ دی او که امریکا د پاکستان پر وړاندې پرېکنده دريځ و نه ونیسي، ستونزه به وي چې د سولې روانې هڅې دې نتیجه ورکړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG