- فایننشل ټایمز
فایننشل ټایمز په افغانستان کې د امریکا پروګرام له ویتنامه د دغه هېواد د وتلو له مسئلې سره پرتله کړي.
ورځپاڼې لیکلي هنري کسینجر ویلي و چې له ویتنامه د امریکا د ۱۹۷۵ میلادي کال د وتلو او واک ته د کمونېست دولت د رسېدو تر منځ باید یو مناسب واټن وي.
کسینجر د وخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر و چې د ویتنام د سولې موافقه یې لاسلیک کړې وه.
د سویلي ویتنام له پلازمېنې سایګون د وروستۍ امریکايي هلیکوپټرې په پورته کېدو دا ښار سقوط شوی و.
فایننشل ټایمز لیکي:
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد هم تقریباً همداسې یو پروګرام مخته وړي.
له طالبانو سره له خبرو د افغان حکومت په څنګ ته کولو سره امریکا د هرڅه د خلاصولو لټه کوي.
د ورځپاڼې په لیکنه دا هغه څه دي چې خلیلزاد د هنري کسینجر له وضعیت سره مخ کولای شي.
ورځپاڼې د خپلې دې لیکنې په اړه زیات تفصیل ورکړی دی.
خلیلزاد چې په کابل کې دی تمه ده د شپږم ځل لپاره قطر ته ولاړ شي، څو له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.
د امریکا او طالبانو په پنځو دورو خبرو کې د افغان حکومت هېڅ استازی نه و ناست خو امریکا وايي چې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت د سولې د ټينګښت لپاره هڅې کوي.
په امریکا باندې لوړ پوړو افغان چارواکو پهدې وروستیو کې دا انتقاد درلود چې ګواکې له طالبانو سره له خبرو یې دوی څنګ ته کړي هغه څه چې خلیلزاد له ازادي راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې ونه منله.
خلیلزاد وویل چې د هر وار خبرو بشپړ جزئیات له افغان حکومت سره شریکوي.
- «یو.اېس. اې» ټوډې
«یو.اېس. اې» ټوډې ورځپاڼې لیکلي د امریکا د پوځ یو تازه رپوټ ښيې چې پنټاګون د امریکا دفاع وزارت د افغانستان ملي پوځ ته تر ټولو ګران بیه او غیرمؤثره پلنګي یونیفورم ورکړی دی.
د ورځپاڼې په لیکنه پهدې رپوټ کې راغلي دا پوځي یونیفورم په افغانستان کې د اورپکو لهخوا په اسانۍ د لیدلو او پيژندلو وړ دی.
د ورځپاڼې په لیکنه د امریکا د پوځ دا رپوټ د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو پر سر د څار ادارې د ۲۰۱۷ میلادي کال د رپوټ موندنې تأییدوي.
سیګار ویلي و چې پنټاګون د ځنګلي رنګ یا پلنګي یونیفورمونو په سرڅه باندې اته ویشت میلیونو ډالره لګولي هغه یونیفورمونه چې یوازې د افغانستان په دوه فیصده خاوره کې مناسبه دي.
ورځپاڼې لیکلي:
د افغانستان د هماغه وخت دفاع وزیر د امریکا د پوځ په موافقه دا رنګ یونیفورمونه له هغې ډلې پوځي جامو انتخاب کړل چې له پنټاګون سره وو.
په افغانستان کې د دغو یونیفورمونو مناسب والی نه وازمویل شوی.
«یو.اېس. اې» ټوډې لیکلي د نوي رپوټ موندنې چې دوی هم ترلاسه کړي او د چهارشنبې په ورځ کانګرس ته وړاندې شوې ښيي چې د افغان پوځ یونیفورم له اووه ګران بیه ازمویل شویو یونیفورمونو څخه دي او له ټولو زیات د لیدنې او تشخیص وړ دي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو سرمفتش جان سوپکو د چهارشنبې په ورځ د کانګرس یوې کمېټې ته ویلي چې د دغو یونیفورمونو ضعیفه انتخاب د بډې ورکولو په نتیجه کې شوی.
د هغه په خبره په پای کې افغان سرتیري د دغه کار تر ټولو لوی تاوان پرې کوي.
صفيالله ستانکزی