ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له طالبانو سره د سولې په مذاکراتي ټیم کې دې د هغو کسانو له ټاکلو ډډه وشي چې د نظام او ولسواکۍ خلاف غږېږي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له طالبانو سره د سولې په مذاکراتي ټیم کې هغو افرادو ته باید ځای ور نه کړل شي چې د تېرو اتلسو کلونو د لاسته راوړنو پر ضد غږېږي.
ښاغلي غني دغه خبرې د يکشنبې په ورځ د مصالحې عالي شورا د رهبرۍ په لومړۍ غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې دا د ټولو مشرانو خوښه ده چې په کوم ډول او کومو معیارونو د سولې مذاکراتي ټیم غړي ټاکي.
خو ولسمشر په مذاکراتي ټیم کې د يو شمېر افرادو له ټاکلو څخه د جدي ډډې خبره هم وکړه او ویې ویل:
"هغو معیارونو ته چې ولس په تېرو میاشتو کې په مشورو کې راسره شریک کړي دي، باید ورته جدي توجو وشي، د بېلګې په ډول د هغو کسانو له ټاکلو څخه دې ډډه وشي چې په ښکاره ډول د تېرو اتلسو کلونو د لاسته راوړنو، نظام او ولسواکۍ پر ضد غږېږي."
خوا دا چې دغه کسان څوک دي، ولسمشر په مشخص ډول د چا نوم وانه خیست.
افغان ولسمشر له طالبانو سره په مذاکره کوونکي ټیم کې د ښځو، ځوانانو، مدني ټولنو او د نورو مطرحو اقشارو پر استازیتوب هم ټینګار وکړ.
محمد اشرف غني دا شان وویل چې د مصالحې عالي شورا د رهبرۍ په غونډه کې د پلاوي په ګډون د مذاکره کوونکي ټیم د غړو ټاکل او په قطر کې د افغانستان د سولې په اړه د وړاندیز شوې غونډې پر څرنګوالي او اجنډا پرېکړه کول شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې يو شمېر رسنیو د مذاکره کوونکي ټیم يو نوملړ چې ۲۲ کسان په کې شامل دي، خپور کړی چې تر دې مهاله په رسمي ډول د حکومت له خوا نه دی تأیید شوی.
خو د افغانستان د سولې د عالي شورا غړی محمد اسماعیل قاسمیار بیا وايي چې د مذاکره کوونکي ټیم لېست جوړ شوی، خو لا وروستی نه دی چې ښايي تر راتلونکو يو دوو ورځو پورې نهايي شي.
بل خوا له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو لپاره د مصالحې د مشرۍ شورا يو نوملړ هم خپور شوی دی چې ۳۷ غړي لري.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې، دغه شورا د دوو میاشتو په موده کې د افغان وژنې او په افغانستان کې نور د وینې تویدنې د مخینوي په هدف جوړ شوی دی.
خو اوس پوښتنه دا ده چې د سولې د عالي شورا په موجودیت کې د مصالحې د رهبرۍ شورا جوړېدل او له خوا یې طالبانو سره د سولې مذاکره کوونکی ټیم ټاکل د سولې عالي شورا موجودیت تر پوښتنې لاندې نه راولي؟
دې پوښتنې ته د سولې عالي شورا غړی محمد اسماعیل قاسمیار داسې ځواب وايي:
"موږ داسې عقیده لرو چې د سولې بهیر په خپل اصلي محور روان نه دی، خو دا چې ارګ او د هېواد مشران د سولې لپاره هڅې کوي، موږ د ملي ګټو لپاره د دې بهیر ملاتړ کوو، خو په دې کې هم شک نشته چې د سولې عالي شورا په خپله لومړۍ کرښه کې لا نه ده منل شوې."
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له اسلام اباده کابل ته را رسېدلی او د افغانستان د سولې اړوند د نورو مسایلو ترڅنګ به تر ډېره له طالبانو سره د مذاکراتي ټیم په جوړښت له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.
بل خوا د يو شمېر سرچینو په حواله داسې هم ویل کېږي چې حکومت د قطر راتلونکې ناستې ته د خبرو اترو لپاره خپل استازي لېږي.
راپور: محمد واصل وصال