د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۸

مسیر: افغان حکومت ولې د سولې لپاره وړ پلاوی نه ټاکي؟


کابل چاپ نننیو ورځپانو د تېرو ورځو په څېر یوځل بیا د سولې په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپانې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له قوله لیکلي، هیله لرو چې له طالبانو سره توافق به ۴۰ کلن بحران ختم کړي.

وړاندې په مطلب کې راغلي، د سولې په خبرو کې به تېرې لاسته راوړنې ساتل کېږي او افغان حکومت به د سولې هڅې او ټاکنې هم مهاله تعقیبوي.

همدې ورځپانې لیکلي، زلمي خلیلزاد د سولې مخالفینو ته په خطاب کې ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې د وژل شویو افغانانو مسؤلیت څوک پر غاړه اخلي؟

ورځپاڼه لیکي، ډېر د خواشینۍ ځای دی چې له شپږو میاشتو وروسته هم افغان لوری نه دی توانېدلی چې د سولې لپاره یو همه شمول پلاوی رامنځته کړي.

مسیر:

مسیر خپلواکې ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې چې افغان حکومت ولې د سولې لپاره وړ پلاوی نه ټاکي؟

وړاندې په سرمقاله کې ویل شوي، ښايي لومړنی لامل دا وي چې حکومت د سولې له روانو هلو ځلو سره موافق نه دی، نو ځکه نه غواړي چې په دغو خبرو کې ورګډ او پلاوی ورته وټاکي.

د سرمقالې په پای کې لیکوال وړاندیز کوي چې حکومت دې پر هغو ټکو ټینګار وکړي چې افغاني ګټې خوندي کوي او باید داسې ټیم وټاکي چې د افغانانو استازیتوب وکړای شي.

ماندګار:

د ماندګار ورځپانې د سرمقالې عنوان دی، په افغانستان کې د څو اړخیزو مذاکراتو تندېدل او د اوربند اړتیا.

په سرمقاله کې راغلي، د پسرلي په شروع کېدو او د هوا په ګرمېدو سره د هېواد په یو شمېر سیمو کې د طالبانو حملې زیاتې شوي دي.

د ماندګار د سرمقالې د لیکوال په باور، په تېرو شلو کلونو کې د جګړې هېڅ لوری په دې ونه توانېد چې مقابل اړخ حذف کړي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، اوس چې د جګړې د ختمېدو لپاره ګرمې خبرې روانې دي، اړتیا ده چې اوربند وشي، له هغې پرته د جګړې په شدت کې د سولې خبرې بریالۍ کېدای نه شي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې د سولې روان بهیر باید دوام وکړي او ملت یې تر شا ودرېږي.

همدې ورځپانې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، ولس له هر څه وړاندې سولې ته اړتیا لري.

په سرمقاله کې یادونه شوې، که چېرې د سولې د هلو ځلو او پر انتخاباتو د ټینګار ترمنځ کشمکش روان وي، اندېښنه شته چې هېواد به خدای مه کړه د یو بل بحران خوا ته ولاړ شي.

لیکوال سپارښتنه کوي چې افغان سیاستوال باید د اوضاع حساسیت ته متوجې شي، داسې ونه شي چې د هېواد سلامتیا او سوله د یو چا د اقتدار د اوږدولو د سر صدقه شي.

اصلاح:

اصلاح دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي سیاسي قشر باید د سولې د اړتیا لپاره اجماع رامنځته کړي.

XS
SM
MD
LG