د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۹

ارګ: د عمران خان د ورورګلوۍ مشوره پر نړیوالو قوانینو تېری دی!


د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند صمیم عارف
د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند صمیم عارف

د افغانستان حکومت د عمران خان د ''ورورګلوۍ'' له مخې سلا پر نړیوالو قوانینو تېری وګڼله.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند صمیم عارف پر ټوېټر ولیکل چې د پاکستان صدرارعظم بیا په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو وړاندیز کړی چې پر نړیوالو قوانینو ''سخت'' تېری دی.

عارف پرون د اپرېل په پنځمه په دې ټوېټ کې لیکلي، پرته له دې چې دې ته وکتل شي چې په افغانستان کې څوک په واک دي، پاکستان په افغانستان کې د اغېزمن او فعال دولت د موجودیت مخالف دی.

ده وویل:

"د سولې جوړجاړی یوازې هغه وخت کېدلی شي چې پاکستان د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی زده کړي او له دې لاس واخلي چې په زور هڅې کوي چې خپل ګاونډی تر اغېز لاندې کړي. "

عمران خان د جمعې په ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت په جمرود سیمه کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې بیا وویل چې په افغانستان کې د یوه بې پلوه لنډمهالي حکومت جوړېدل غوره ګڼي چې هلته انتخابات وکړي او سوله ټینګه کړي.

خان د مارچ په پنځه ویشتمه نېټه هم داسې خبره کړې وه.

هغه وړاندیز کړی و چې په افغانستان کې دې لنډمهالی حکومت جوړ شي.

د عمران د خبرو په اړه هغه مهال هم د افغانستان حکومت سخت عکس العمل څرګند کړ.

خو خان پرون د هغې خبرې په دفاع کې وویل چې افغانان وروڼه ګڼي او د ''ورورګلوۍ'' له مخې يې دا مشوره ورکړې وه.

آرشیف، عمران خان در جریان یک سخنران در پاکستان. ۲۸ نومبر ۲۰۱۸
آرشیف، عمران خان در جریان یک سخنران در پاکستان. ۲۸ نومبر ۲۰۱۸

دی وایي:

''دا مداخله نه ده، مشوره ده.''

خو په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت د جوړېدو امکان څومره دی؟

په کابل کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې د اپرېل په پنځمه ازادي راډیو ته وویل چې داسې اټکلونه ناسم دي.

هغه وویل، په افغانستان کې د جمهوري ریاست ټاکنې اولویت لري.

دی زیاتوي:

په کابل کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کې
په کابل کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کې

"په حقیقت کې اوس دا ډېره مهمه ده چې له افغانانو سره مرسته وشي چې په سپټمبر کې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته تیار شي او پر وخت یې ترسره کړي."

د ناټو ملکي استازي وویل چې د ټاکنو او سولې له پروسې سره مرستې ته متعهد دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې به د حکومت په وینا، د سپټمبر په اته ویشتمه وشي.

نیکولاس کې باور څرګند کړ چې په د جمهوري ریاست انتخابات ممکن دي.

هغه وویل، د ۲۰۱۹ میلادي کال افغانستان له هغه سره چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې و، فرق لري.

XS
SM
MD
LG