د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

سوله لومړیتوب لري، که انتخابات؟


د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې
د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې

د افغانستان د جمهوري ریاست د راتلونکوانتخاباتو په اړه د ازادي راډیو «زما رایه زما حق» ځانګړې خپرونې د دې اوونۍ بحث مو د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو بېلابېلو مسایلو ته ځانګړې کړې.

په‌دغه نیم ساعته خپرونه کې اورئ چې ایا د جمهوري ریاست انتخابات چې دوه ځله ځنډول شوی و:

  • په خپل وخت به ترسره شي او که نه؟
  • ​ سوله لومړیتوب لري، که انتخابات؟

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ویلي چې لومړی باید سوله وشي او بیا وروسته انتخابات ترسره شي، خو په ورته وخت کې د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې انتخابات به په خپل وخت ترسره کیږي.

له دې سره په خوا کې اجرائیه ریاست بیا وايي چې دواړه مهمې او ملي پروسې دي باید هر یو ته په خپل وخت کار وشي.

دغه پروګرام رحمت الله افغان چمتو کړی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:27:35 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG