- فارن پالېسي
فارن پالېسي خپرونې په افغانستان کې د سولې هڅو ته کتلي دي او یوه مقالهيې پهدې عنوان خپره کړې ده، افغان حکومت يوازې نهشي کولای له طالبانو سره سوله ترلاسه کړي.
دا مقاله د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني مرستيال وزیر حکمت خليل کرزي ليکلې ده.
د ښاغلي کرزي په وينا، د ډېری افغانانو لپاره به هغه ورځ چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، د لمانځلو ورځ وي.
په مقاله کې راغلي:
د امريکا حکومت له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ايستلو په اړه خبره وکړه او په عین حال کې يې له طالبانو سره مستقيمې خبرې پیل کړي او دا دواړه اقدامات مهم پرمختګونه ګڼل کېږي.
فارن پالېسي لیکلي، له دې سره پر يوه وخت، د افغان سياستوالو او طالب استازو ترمنځ په مسکو کې خبرې وشوې.
د لیکوال په وینا، دا دواړه لارې، يعنې له طالبانو سره د امريکا خبرې او د افغانانو ترمنځ خبرې د یو بل تکمیلوونکي اقدامات دي، خو بیا هم نهدي بريالي شوي ځکه په دواړو کې د افغان حکومت استازي نهوو.
فارن پالېسي خپرونې وړاندې ليکلي: له طالبانو سره مخامخ خبرو او پر راتلونکي د ګډ کار فرصت باید له لاسه ورنهکړل شي.
په مقاله کې راغلي چې هېڅ لوری هغه څه چې غواړي نهشي تر لاسه کولای، نو یوه منځنۍ تګلاره باید ولټول شي.
فارن پالېسي خپرونې دې نکتې ته پام کړی چې که امريکا له طالبانو سره په خبرو کې له بینالافغاني پرته پرمختګ هم وکړي، د امريکا او طالبانو ترمنځ په توافق کې رکود راځي او ښايي پای یې ناکامي شي او يا هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته د ماتې او طالبانو ته د افغانستان د سپارلو نوم ورکړل شي.
په پای کې راغلي چې افغان حکومت باید له سياسي مشرانو، نفوذ لرونکو مشرانو، مذهبي شخصيتونو، ښځو او ځوانانو سره په همکارۍ هڅه وکړي چې یوه ملي مذاکره کوونکې ډله رامنځته کړي او په ګډه د سولې پروسه او خبرې پياوړې کړي.
- سټارز اېنډ سټرايپس
سټارز اېنډ سټرايپس ورځپاڼې په افغانستان کې د يوه امریکايي سرتېري د وژل کېدو موضوع ته کتلي دي.
په مقاله کې راغلي چې د امريکا د کولراډو ايالت والي امر کړی چې په افغانستان کې د وژل شوي امریکايي سرتېري په درناوي دې بیرغونه نيمه وځړول شي.
د امريکا دغه پوځي «ویل لېندسي» تېره مياشت په افغانستان کې د جګړې پر مهال ووژل شو.
د ده مړی د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۴» کولراډو ايالت ته یووړل شو.
لېندسي په کندز ولایت کې ووژل شو.
له دهيې مېرمن او څلور لوڼې پاتې شوې.
مقاله وايي چې لېندسي د ۲۰۰۴ میلادي کال په جولای مياشت کې د امریکا له پوځ سره دنده پیل کړه او پنځه ځلې يې په عراق کې د خدمت دوره تېره کړې وه.
امريکا په افغانستان کې له ۱۳۰۰۰ زیات سرتېري لري او په ۲۰۱۹ میلادي کال کې په افغانستان کې د امریکا څلور سرتېري وژل شوي دي.