د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

ناټو: هغه وخت سوله راتلی شي چې افغانستان له نړیوال ترورېزمه پاک شي


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ، د امریکا کانګرس ته د وینا پر مهال. ۳ اپریل ۲۰۱۹ / Photo by Brendan Smialowski / AFP
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ، د امریکا کانګرس ته د وینا پر مهال. ۳ اپریل ۲۰۱۹ / Photo by Brendan Smialowski / AFP

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران نن د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۵» په واشنګټن کې د افغانستان د سولې پر لارو چارو خبرې کوي، همداراز له ترهګرو سره د مبارزې مسئله څېړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۴» کانګرس ته په وینا کې وویل چې په افغانستان کې د پایداره سولې لپاره باید د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې خوندي شي.

ده وویل:

"ناټو په قوت د سولې د بهیر حمایت کوي. دا بهیر باید د افغانانو ترمنځ سلا او مشورو ته لار هواره کړي، یوازې هغه وخت سوله راتلی شي چې افغانستان له نړیوال ترورېزم څخه پاک شي. د دې لپاره چې سوله پایداره وي، نو باید زموږ پر لاسته راوړنو ولاړه وي. ناټو د اجتماعي او اقتصادي پرمختګ لپاره شرایط برابر کړي دي، د ښځو او نجونو د تعلیم موقع‌یې مساعده کړې او د هغوی د بشري حقونو لپاره‌یې کار کړی، دا حقونه باید خوندي شي."

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد په ارګ کې له ولسمشر غني او یو شمېر سیاسي څېرو سره، ۲۰۱۹ کال د اپرېل ۴.
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد په ارګ کې له ولسمشر غني او یو شمېر سیاسي څېرو سره، ۲۰۱۹ کال د اپرېل ۴.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړې دي او تر اوسه‌یې پنځه ځله له هغوی سره کتلي دي.

اوس خلیل‌زاد په افغانستان کې دی.

ده پرون په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د یو شمېر جهادي ډلو له مشرانو سره وکتل.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې د ملي وحدت حکومت د مشرانو، مهمو سیاسي څېرو او زلمي خلیل‌زاد ترمنځ خبرې اترې به په راتلونکو ورځو کې هم دوام وکړي.

ښاغلی خلیل‌زاد به له کابله پاکستان ته ولاړ شي او روانه میاشت به د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له استازو سره خپله شپږمه غونډه وکړي.

خلیل‌زاد د افغانستان تر روان سفر مخکې تېره اوونۍ د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره کتلي و او هغه ته‌یې له طالبانو سره د خپلې تېرې غونډې په اړه معلومات ورکړل.

ناټو وایي چې د غوڅ ملاتړ مأموریت استازي په کابل کې له ښاغلي خلیل‌زاد سره په ارتباط کې دي او د سولې د روانو هڅو په اړه سلا او مشورې ورسره کوي.

د دغو سلا او مشورو په رڼا کې به نن د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په واشنګټن کې د افغانستان د سولې مسئله وڅېړي.

XS
SM
MD
LG