د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۳

هېواد: د افغانانو د نظام د چپه کولو هڅې لولپه شوې


ارشیف، د کابل چاپ ورځپاڼې د یو شمېر لوستونکو په لاس کې
ارشیف، د کابل چاپ ورځپاڼې د یو شمېر لوستونکو په لاس کې

کابل چاپ نننیو ډېریو ورځپانو بیا هم د سولې او د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد له قوله لیکلي، ښه به وي چې سوله تر انتخاباتو مخکې وشي.

  • سرخط

بلې خپلواکې ورځپاڼې سرخط په خپلې سرمقاله کې وړاندیز کړی چې د سولې خبرې دې را لنډې شي.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې امریکا په تېره بیا زلمي خلیل‌زاد ته په‌کار ده چې نور د سولې پروسه افغانانو ته پرېږدي او دوی یوازې پر هغو لارو چارو تمرکز وکړي چې د بین‌الافغاني خبرو اترو د پيل او له افغان سولې د پردیو لاسونو د لنډولو لامل ګرځي.

د سولې خبرې دې را لنډې شي.
  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي ارګ له ولسمشر غني سره د زلمي خلیل‌زاد د ملاقات په اړه جزئیات نهورکوي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپانې لیکلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د توافق په صورت کې به د ملي وحدت حکومت پای ته ورسېږي.

وړاندې په مطلب کې د تدامیچي یاماموتو له قوله ویل شوي چې د سولې هڅې دې د افغان حکومت د پروګرامونو په چهار چوکاټ کې تنظیم شي.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې یادونه شوې چې نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه ملګري ملتونه دې، دې ټکي ته پام وکړي چې د سولې د توافق په صورت کې دې افغانستان بېرته منځنیو پېړو ته ستون نه‌شي.

  • ویسا

ویسا ورځپانې د زلمي خلیل‌زاد په حواله لیکلي، د سولې د روانو خبرو په لومړیو پنځو پړاوونو کې هغه مسایل مطرح شوي چې طالبانو او د امریکا حکومت پورې اړه لري، خو په نور هر ډول بحث کې باید افغان دولت موجود وي.

د یادې ورځپانې په سرمقاله کې راغلي د قطر راتلونکې غونډه د بین‌الافغاني تفاهم لپاره ډېر لوی چانس دی او که د ملي فکر خاوندان په‌دې غونډه کې ډېری برخه نهوي، خدای مه‌کړه بیا به هم فرصتونه ضایع شي.

افغانان د هېواد راتلونکي لپاره خپله تصمیم نیسي.

  • انیس

بل‌خوا د انیس دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی افغانان د هېواد راتلونکي لپاره خپله تصمیم نیسي.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې ټینګار شوی کله چې سوله راځي باید عادلانه، شفافه او ټول‌شموله وي او د افغانستان د ټولو وګړو حق په‌کې خوندي وي.

  • هېواد

د بلې دولتي ورځپانې هېواد د سرمقالې عنوان دی د افغانانو د نظام د چپه کولو هڅې لولپه شوې.

داسې معلومېږي چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ ستونزه حل شوې.

د هېواد د سرمقالې د لیکوال په باور له طالبانو سره د سولې پر سر معامله روانه ده، پلان داسې و چې طالب ډله بېرته رامیدان ته کړي او واک ته‌یې ورسوي او مؤقت حکومت‌یې ښه پلمه وه.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي ولسمشر غني دغه ټول پلانونه په ډېر قوت سره له‌منځه یوړل او ملت‌یې له دسیسې خبر کړ.

  • دنیا

په پای کې دنیا خپلواکې ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي د سولې روانو هڅو ته په کتو داسې معلومېږي چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ ستونزه حل شوې ده او هر څه د بین‌الافغاني ډیالوګ لپاره منتظر دي.

چمتو کوونکی: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG