د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

خوځون: افغانستان له ۱۸ کاله وړاندې سره د پرتلې وړ نه‌دی، خو ترهګرۍ سره مبارزه پڅه ده


ارشیف، د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون
ارشیف، د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، له تېرو نږدې دوه لسیزو راهیسې په افغانستان کې د لوېدیځ په ځانګړې توګه د امریکا په فعال حضور کې افغانانو ښې لاسته راوړنې درلودې.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د امریکا د ولسمشر څرګندنونو ته په اشارې سره وايي چې په یاده موده کې په‌دغه هېواد کې زیات بنسټونه رغول شوي دي.

ښاغلي خوځون د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۴» ازادي راډیو ته وویل:

"په افغانستان کې زیات پرمختګونه شوي، افغانستان ۱۸ کاله وړاندې سره د مقایسې وړ نه‌دی، بنسټونه جوړ شوي، خو له ترهګرۍ سره مبارزه چې په افغانستان کې د نړیوالو د حضور یوه اساسي موخه هم همدا وه، له بده‌مرغه څه ډول چې باید مبارزه شوې وی بریالی نه‌ده، په‌دې وروستیو کې د سولې لپاره هڅې زیاتې شوي، دا یو مثبت ګام دی."

ارشیف، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالاتو ته د وینا پر مهال، د ۲۰۱۹ کال د مارچ ۲۴
ارشیف، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالاتو ته د وینا پر مهال، د ۲۰۱۹ کال د مارچ ۲۴

​دا په‌داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي:

"لوېدیځ په وروستیو کې په افغانستان کې لوی پرمختګونه درلودل. دا جګړه د ۱۹ کلونو راهیسې روانه ده چې بدمرغي او مسخره ده، خو اوس موږ ډېر ګامونه اخیستي او ډېر څه دغلته دا مهال په مثبت خوا روان دي."

ډونالد ټرمپ د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي دا مهال په افغانستان کې ډېر څه په مثبت خوا روان دي.

افغان حکومت په وار وار دا ویلي چې د نړیوالو په همکارۍ په افغانستان کې اساسي بنسټونه رغول شوي، افغانستان دا مهال منظمه اردو او دغه‌شان له نړیوالو سره ډیپلوماتیکې اړیکې لري.

خو د افغان حکومت اجرائیه ریاست ټینګار کوي چې لوېدیځ دې د ترهګرۍ د له‌منځه وړلو په برخه هم لا جدي اقدامات وکړي.

د دغه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون وايي، لوېدیځ دې په‌دې تړاو پر پاکستان فشار زیات کړي، څو د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي او د سولې له روانو هڅو سره صادقانه همکاري وکړي.

ینس سټولټنبرګ ویلي، موږ په‌دې ټینګ باور لرو چې په افغانستان کې د کړکېچ او جګړې د سوله‌‌ییز هواري لپاره د امریکا د هڅو ملاتړ ډېر مهم دی.

بل‌خوا د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون یو شمېر غړي که څه هم په افغانستان کې د لوېدیځ هڅې ستايي، خو زیاتوي څه ډول چې تمه وه، هسې پرمختګ نه‌دی شوی.

ارشیف، د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون غړې ارین یون
ارشیف، د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون غړې ارین یون

د دغه کمېسیون غړې اریون یون په‌دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"نسبي پرمختګونه شوي، خو کومه ادعا چې ټرمپ کړې، زه فکر کوم هغه سمه نه‌ده، که پرمختګ شوی وی اوس به د افغانستان دا حال نه‌وی."

  • خو عام خلک په‌دې اړه څه نظر لري؟

د کابل ښار د بارکزي په نوم یوه اوسېدونکي ازادي راډیو ته داسې وویل:

"اوس هم په افغانستان کې جګړه روانه ده، خلک وژل کېږي، ناامني ده دغو ته موږ پرمختګ نه‌شو ویلی."

د دې ښار بل اوسېدونکی د جاوېد په نوم بیا په دې نظر دی:

"موږ هغه مهال رښتینی پرمختګ بللی شو چې په افغانستان کې واقعي سوله راشي."

د یادونې وړ ده چې ښاغلي ټرمپ په‌داسې حال کې افغان جګړه بدمرغه او مسخره بللې چې د افغان سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد دا مهال په کابل کې دی او د دغه بهیر د پر مخ بیولو په تړاو له افغان چارواکو، سیاسیونو او عامو خلکو سره په خبرو او مشورو بوخت دی.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG