د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

خلیل‌زاد: امریکا د افغان سولې د پروسې انحصار نه‌غواړي


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د ازادي راډيو له خبریال امید مرزبان سره د یوې ځانګړې مرکې په حال کې
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د ازادي راډيو له خبریال امید مرزبان سره د یوې ځانګړې مرکې په حال کې

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وايي، امریکا نه‌غواړي چې د افغان سولې پروسه انحصار کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وايي چې په افغانستان کې به د امریکا رول مخ په کمېدو وي او د یوې تلپاتې سولې په هدف باید خپله افغانان زیات مسؤلیت واخلي.

ښاغلي خلیل‌زاد له ازادي راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې امریکا نه‌غواړي چې د افغانستان د سولې پروسه انحصار کړي، بلکې د روسیې په ګډون ټول هېوادونه کولای شي چې په دې برخه کې مرسته وکړي او دوی یې هرکلی کوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

ده وویل:

"په افغانستان کې به د امریکا رول په کمېدو وي او د دې لپاره چې دلته یوه تلپاتې سوله کار ورکړي، خپله افغانان باید ډېر مسؤلیت واخلي او کومې پرېکړې چې کېږي، ټول شموله وي، ترڅو وکولای شي چې په افغانستان کې ومنل شي، همدا شان سیمه هم د افغانستان په سوله کې رول لري، ځکه د افغانستان د جګړې یوه برخه نیابتي ده."

ښاغلی خلیل‌زاد تېره ورځ کابل ته رارسېدلی او له افغان ولسمشر، اجرائیه رئیس او یو شمېر نورو افغان چارواکو او سیاسیونو سره‌یې کتلي دي.

معلومه نه‌ده چې د نوموړي د کابل سفر به کله پای ته رسېږي او بیا به کوم هېواد ته سفر وي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي خلیل‌زاد د سفرونو د تازه لړۍ په اړه په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې نوموړی به په خپلو دغو سفرونو کې چې د اپرېل د میاشتې تر ۱۰مې نېټې به دوام پیدا کړي بریتانیا، بلجیم، افغانستان، پاکستان، ازبکستان اردن او قطر ته ولاړ شي.

زلمي خلیل‌زاد له ازادي راډيو سره په دې ځانګړې مرکه کې دا هم وویل چې دی په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وتلو د موقع هڅه نه‌کوي، بلکې د داسې سولې د راوستو هلې ځلې کوي چې په ترڅ کې يې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور اړتیا کمه کړي.

نوموړي وویل، دی باور نه‌لري چې په افغانستان کې به له سولې وروسته ترهګري ختمه شي، ځکه د ښاغلي خلیل‌زاد په خبره، د اسلامي دولت یا داعش او القاعده هغه ډلې دي چې په وړاندې به‌یې جګړه دوام ولري.

دی زیاتوي:

"زه نه‌وایم چې د سولې په راتګ سره به په افغانستان کې نور هېڅ ستونزې پاتې نه‌شي، ترورېزم خو نه‌ختمېږي، که له طالب سره جګړه کمه شي، نو داعش لا هم شته او که القاعده وي، نو جګړه‌يې په وړاندې دوام پیدا کوي."

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته هم اشاره وکړه او ويې‌ویل چې که په افغانستان کې ترهګري موجوده نه‌وي او راتلونکی افغان حکومت هم ونه‌غواړي چې امریکایان او ناټو ځواکونه په افغانستان کې حضور ولري، تر راتلونکو درېیو یا پنځو کلونو پورې له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو احتمال نه‌ردوي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG