د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

افغانستان د سولې د بین‌الافغاني خبرو نه مخکې پر یوه جامع محور سلا کوي


ارشیف، د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون
ارشیف، د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون

د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، حکومت په قطر یا بل هر ځای کې د سولې د بین‌الافغاني خبرو نه مخکې هڅه کوي چې ټول سیاسي لوري او سیاسي قوتونه د سولې لپاره په یو محور راټول کړي او د سولې په هڅو کې یو واحد دریځ ولري.

دا خبره د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون د سې شنبې «۱۳۹۸ کال د وري ۱۳» په ماښام ازادي راډیو ته وکړه او زیاته‌یې کړه داسې یو محور د رامنځته کولو لپاره چې ټول افغانان په‌کې خپل شمولیت وویني، سلا مشورې روانې دي.

نوموړی وايي:

"د حکومت مشرانو د یو شمېر سیاست‌والو سره لیدنې کتنې او سلا مشورې پیل کړي چې څنګه کېدای شي دوی د سولې د خبرو لپاره په یو محور راټول شي. هغه محورونه لکه د مسکو کنفرانس، د قطر د خبرو یا نورو ځایونو کې چې غونډې جوړېږي، دا جلا جلا محورونه یوې نتیجې ته نه‌رسېږي، ځکه زموږ په نظر دا اجرائیه بڼه نه‌لري او حکومت په‌کې نه‌شته."

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون زیاته کړه چې د سولې لپاره د یو مشترک محور د رامنځته کولو په هڅو سربېره، حکومت د سولې د یو داسې مرکچي پلاوي پر جوړېدو هم کار کوي چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي او ورته د منلو وړ وي، څو د ده په وینا طالبانو ته داسې کومه پلمه په لاس ورنه‌شي چې یو ځل بیا له بین‌الافغاني خبرو څخه مخ واړوي.

  • دا چې د داسې یو ټول شموله محور او همدارنګه د سولې د بین‌الافغاني خبرو لپاره د یو مرکچي پلاوي په اړه روانې سلا مشورې به کله نتیجې ته ورسېږي؟

ښاغلي خوځون وویل:

"په‌دې اړه به د حکومت مشران له نورو او ټولو مخکښو سیاسي جهتونو سره، د مدني ټولنې له استازو سره، همدارنګه د ښځو له استازو سره وګوري او موږ هیله‌مند یو چې ډېر ژر یو همه شموله مرکچي پلاوی اعلان شي او هم د ملي اجماع تر چتر لاندې یو واحد غږ د سولې لپاره پیدا کړو."

په کابل کې د بین‌الافغاني خبرو لپاره د مرکچي پلاوي او یو افغان شموله محور په جوړېدو دا سلا مشورې په‌داسې حال کې روانې دي چې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمی خلیل‌زاد په کابل کې د ملي يووالي د حکومت له مشرانو او نورو سیاستوالو سره له لیدنو او سلا مشورو وروسته د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۳» کندهار ته تللی و.

په کندهار کې د ازادي راډیو خبریال د ځايي چارواکو له خولې وايي چې زلمي خلیل‌زاد دغلته د کندهار او زابل د ولایتي شوراګانو له استازو، قومي مشرانو او یو شمېر مدني فعالانو سره وکتل.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د سې شنبې په ورځ کندهار ته تللی و او هلته‌یې له قومي مشرانو سره ولیدل.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د سې شنبې په ورځ کندهار ته تللی و او هلته‌یې له قومي مشرانو سره ولیدل.

ویل کېږي چې د ښاغلي خلیل‌زاد دا لیدنې تر ډېره د سولې په روانو هڅو په سلا مشورو راڅرخېدې.

په عین حال کې افغان ولسمشر په کابل کې د خبریالانو او مدني فعالانو یوې غونډې ته ویلي، د دې اړتیا ده چې سوله باید یوه کلمه نه‌وي، بلکې ابعاد او ډولونه دې په پام کې ونیول شي.

له ارګه یوه خبرپاڼه د ښاغلي غني له خولې وايي، موږ چاته تسلیمي نه‌شو ورکولای او تر هغې چې د سولې مذاکرات پایلې ته ونه‌رسېږي، موږ د خپلې هر لوېشت خاورې څخه دفاع کوو.

ښاغلي غني زیاته کړه، زموږ ټینګار دا دی چې اوربند وشي او د هر اړخیزو مذاکراتو لپاره شرایط برابر شي.

افغان ولسمشر په‌دې غونډې کې د سولې د روانو هڅو په اړه وړاندې وویل، د سولې مذاکره بې‌قید او شرطه ده، خو سوله قید او شرط لري او د افغانستان ملت د مذاکراتو حدود ټاکي.

افغان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله بیا د سولې په اړه د خبریالانو او مدني فعالانو دې غونډې ته په وینا کې وویل چې هېڅ‌څوک د جګړې دوام نه‌غواړي.

نوموړي د سولې لپاره د یو واحد غږ پر پورته کولو ټینګار وکړ او وایي چې پر سوله به معامله نه‌کېږي.

XS
SM
MD
LG