د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

انجلینا جولي د افغانستان د سولې په خبرو کې د ښځو د رول غوښتنه وکړه


د ملګرو ملتونو د ښه نیت سفیرې او د امریکا د هالیووډ وتلې فلمي ستورې انجلینا جولي
د ملګرو ملتونو د ښه نیت سفیرې او د امریکا د هالیووډ وتلې فلمي ستورې انجلینا جولي

د ملګرو ملتونو د ښه نیت سفیرې او د امریکا د هالیووډ وتلې فلمي ستورې انجلینا جولي د افغانستان د سولې په خبرو کې د ښځو د رول غوښتنه وکړه.

د امریکا د هالیووډ فلمي ستورې او د کډوالو چارو یوه فعاله انجلینا جولي د جمعې په ورځ ملګرو ملتونو ته په وینا کې د افغانستان د سولې د مذاکراتو پر مهال د ښځو پر ونډې ټینګار وکړ.

نوموړې ډیپلوماتانو او وزیرانو ته په وینا کې وویل چې نړیوالې ټولنې لا تر اوسه پر هغه څه خبرې نه دي کړي چې زرګونه افغان مېرمنې د خپلو حقونو د خوندیتوب لپاره د سرونو په بیه راوتلي دي.

د ملګرو ملتونو د ښه نیت سفیره انجلینا جولي
د ملګرو ملتونو د ښه نیت سفیره انجلینا جولي

دې وویل:

"په افغانستان کې زرګونه مېرمنې په دې وروستیو کې په عامه غونډو کې راټولې شوي، خپل ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی، څو د خپلو حقونو غوښتنه وکړي او د سولې په خبرو کې چې لا هم دوی ته پکې ځای نه دی ورکړل شوی، د خپلو ماشومانو د حقونو تضمین واخلي، په دې اړه د نړیوالې ټولنې چوپتیا د خطر خبره ده."

انجلینا جولي زیاتوي، نه په افغانستان او نه د نړۍ په بل هر ځای کې چې د ښځو په حقونو معامله کېږي، سوله او ثبات نشي راتلای.

د ملګرو ملتونو د ښه نیت دغې سفیرې زیاته کړې، تر هغو چې هېوادونه د ښځو مساوات د تقریباً ټولو نورو مسایلو وروسته کوي، د شخړو او بحران په کړۍ کې به ګیر پاتې وي.

دا خبرې داسي مهال مطرح شوي چې واشنګټن په افغانستان کې د شااوخوا اتلس کلنې جګړې د ختمولو په هدف په قطر کې د طالبانو له استازو سره د سولې خبرې پیل کړي دي.

ارشیف، په قطر کې د امریکا او طالب استازو د خبرو یو انځور
ارشیف، په قطر کې د امریکا او طالب استازو د خبرو یو انځور

د کابل حکومت شکایت کوي چې د سولي په اړه له مخامخ خبرو لېرې پاتې شوی دی، خو طالبان له افغان چارواکو سره مخامخ خبرې نه مني او د کابل حکومت د امریکا لاسپوڅې اداره بولي.

په افغانستان کې ځینو مېرمنو هم اندېښنه ښودلې چې د دې خبرو په جریان کې د دوی غږ نه دی اورېدل شوی.

دوی وایي، که چېرې طالبانو ته بېرته د افغانستان په حکومت کې ځای ورکول کېږي، نو ښایي د ښځو هغه لاسته راوړنې چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د طالبانو د واکمنۍ تر ختمېدو وروسته ترلاسه شوي، له منځه ولاړې شي.

د امریکا د هالیووډ فلمي ستورې انجلینا جولي په خپلو وروستیو خبرو کې په نړۍ کې بریالیو او فعالو مېرمنو بېلګې وړاندې کړې، خو دا یې هم وویل چې ښځې او نجونې لا هم د جګړو د قربانیانو ډېره برخه ده.

XS
SM
MD
LG