د ولسي جرګې انتخابات د شنبې په ورځ، د میزان په ۲۸مه، دي.د افغانستان ولسي جرګه ۲۵۰ څوکۍ لري چې ۶۸ یې د ښځو لپاره ځانګړي شوي دي.
سږکال ولسي جرګې ته ۴۷۱ ښځې کاندیدې شوي دي.
د افغانستان انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي چې تر اته میلیونه زیاتو افغانانو نومونه ثبت کړي او د رأی کارتونه یې اخېستي چې په سلو کې ۳۴ ښځې دي.
ډېرې کاندیدانې وايي چې د انتخاباتي کمپاین چلول په افغانستان کې د تشدد، افراطیت او ټولنیزو محدودیتونو پرضد د وړې جګړې پېل انګېرل کېږي.
خاټول شېرزوی له سمنګانه ځان ولسي جرګې ته کاندید کړی دی.
هغه د ښځو پر ضد د ټولنیز تعصب له امله کړېږي او د ازادي راډیو خبریال ته یې ویلي چې پر پوسټرونو یې ځینې نارینه کاندیدان خپل عکسونه لګوي او یو شمېر متعصب خلک یې تبلیغاتي پوسټرونه او عکسونه څېري.
خاټول شېرزوی زیاته کړه:
"ځینې کسان دلته د ښځو پوسټرونه او عکسونه ډېر څېري کېږي. د ښځو پر مخونو خطونه ایستل کېږي یا یې په عکسونو کې سترګې ور ړندوي."
د بادغیس بله کاندیده، شهناز شاهرخي هم ورته ستونزه لري.
نوموړی وايي:
"کله چې زه خپل پوسټرونه بندوم ، په لنډه شېبه کې ورک شي، یا وشکول شي. ښځې د لویو پوسټرونو یا ډیجیټلي بلبورډونو د لګولو وس نه لري او کوچني عکسونه یا پوسټرونه دلته متعصب خلک نه پرېږدي."
په دې اړه نور: د انتخاباتو کمېسیون: تر جمعې ورځې به د بایو مټریک سیستم ټولو مرکزونو ته ولېږل شيد ولسي جرګې لپاره ډېری کاندیدانې ښځې په افغانستان کې د روان تشدد، ټولنیزو ستونزو او اقتصادي محدودیتونو په اوج کې کمپاین کوي.
د کاندیدانو پر غونډو د خونړیو حملو له امله سلګونه کسان وژل شوي او زخمیان شوي دي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې تردې ګړۍ لس کاندیدان وژل شوي چې یوه ښځه هم په کې ده.
د تخار په رستاق ولسوالۍ کې تېره اوونۍ د کاندیدې نظیفه یوسفي بېګ پر انتخاباتي غونډه په چاودنه کې ۲۲ تنه ووژل او ۳۵ کسان زخمیان شول.
په دې اړه نور: په تخار کې د یوې کاندیدې په غونډه کې چاودنې ۱۲تنه وژلينظیفه یوسفي بېګ رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د چاودنې په وخت کې له هغه ځایه لس دقیقې لېرې وه.
هغې ویلي:
"خلک هلته را غونډ شوي وو چې زما خبرې واوري خو مخکې تر دې چې زه ور ورسېږم، هغوی په وینو کې لت پت شوي وو."
نظیفي رویټرز ته ویلي، زه ډېره وېرېدلې یم خو نه شاته کېږم ځکه دا زما مسوولیت دی.
په هرات کې کاندیدې ماریا بشیر رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې له وېرې په عمومي غونډو کې ګډون نهشي کولای، د انتخاباتي جلسو لپاره خلک خپل کور ته ور بولي او د خپلو تبلیغاتي پاڼو د وېش لپاره په شپه کې له کوره وځي.
هغې ویلي په ولسي جرګه کې د غړیتوب په صورت کې به په قوانینو کې د ښځو د حقونو پر خوندیتوب غور کوي.
له هراته یو شمېر ښځې کاندیدانې ادعا کوي چې نارینه کاندیدان د ښځو د انتخاباتي کمپاینونو د مخنیوي لپاره حتی د امنیت له خرابېدو سره مرسته کوي.
په دې اړه نور: امنیتي بنسټونه: د انتخاباتو د امنیت ټینګولو هڅې پيل شويرېزه ګل خلیل اسحقزۍ ازادي راډیو ته ویلي:
"متأسفانه، یو شمېر نارینه کاندیدان پهدې نامه چې ښځه ناقص العقل ده، یا ښځه د دې لیاقت نه لري چې د خلکو استازیتوب وکړي په ټولنه کې د ښځو پر رول د پوښتنو پېدا کولو هڅې کوي."
په کابل کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې ادعا کوي چې د قدرت په ځای کې ښځو ته د داسې وسیلې په سترګه کتل کېږي چې له نړیوالې ټولنې مرستې ور باندې راغونډې کړي.
د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د ښځینه کاندیدانو قومي، مذهبي، سیاسي او مالي شرایط د هغوی د رول په ټاکلو کې مهم عناصر دي.
ستانکزي ویلي:
"ښځې کاندیدانې د نارینه سیاستوالو په مرسته انتخابات ګټي او په مقابل کې یې له هغوی داسې توقع کېږي چې په پارلمان کې د هغو نارینه سیاستوالو د استازو په توګه کار وکړي او په ندرت د خپلواک نظر څرګندولو اجازه ورکول کېږي."
په دې اړه نور: ویسا: ۴۰ سلنه کاندیدان د خپلو شخصي ګټو په غم کې ديد اسیا فونډېشن د یوې سروې له مخې چې یوه میاشت مخکې خپره شوه، په سلو کې لس هغو افغانانو چې د سروې لپاره خبرې ورسره شوې، یقین درلود چې کاندیدان پر ملي مسایلو فکر کوي.
په سلو کې ۳۷ افغانانو چې په سروې کې خبرې ورسره شوې، باور څرګند کړی چې کاندیدان د شخصي ګټو لپاره ولاړ دي.