د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

د انتخاباتو کمېسیون د کاندیدانو او د هغوی د ملاتړو د خوندیتوب غوښتنه کړې


د جمعې د ورځې راهېسې چې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره په رسمي توګه د کاندیدانو انتخاباتي مبارزې پیل شوي دي، د سې شنبې په ورځ په ننګرهار کې پر یوه انتخاباتي غونډه برید، خونړی برید و چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون، کاندیدان او ملاتړي یې اندېښمن کړي دي.

له هغې ورځې راهېسې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو لومړی لېست خپور شوی، تر اوسه اته تنه هغه کسان چې د ولسي جرګې د غړیتوب قصد یې درلود وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو د سې شنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل، ۲۰۱۸ میلادي کال کې په ګڼ شمېر کې ولسي افغانان د هغو بریدونو قرباني شوي دي چې د انتخاباتو له نوم‌لېکنې او نورو چمتوالو سره یې تړاو درلود.

اوس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دوی به په خپل ټول توان د کاندیدانو او د هغوی د ملاتړو د خوندیتوب هڅه وکړي.

د ننګرهار په کامه کې د یو خونړي ځانوژونکې برید په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي.
د ننګرهار په کامه کې د یو خونړي ځانوژونکې برید په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي.

د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار بهار مهر د سې شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، د ولسي جرګې کاندیدان باید په خپلو انتخاباتي منډو ترړو کې د امنیتي ادارو او پولیسو سپارښتنې په دقیقه توګه په پام کې ولري.

دی وايي:

"هماسې چې مخکې مو هم کاندیدانو ته ویلي، بیا یې هم تکراروم، کله چې بېلابېلو سیمو ته د انتخاباتي کمپاینونو لپاره ځي، باید د پولیسو سره هم‌غږي ولري او امنیتي ادارې خبر کړي، څو موږ په سیمه کې مخکې له مخکې امنیتي تدابیر ونیسو. ټولې ترهګرې ډلې هڅه کوي چې انتخابات ګډوډ کړي او له بده مرغه چې ځیني پېښې رامنځ ته کوي، خو په هېڅ ډول هېڅوک زموږ د دفاعي او امنیتي ځواکونو د تدابیرو په وړاندې د مقابلې توان نه لري."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دې سلاکار همدارنګه زیاته کړه چې دا مهال په ټول هېواد کې ۱۳ ولسوالۍ له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي چې ډیرې یې په جنوب او ختیځ کې دي.

خو د سې شنبې په ورځ بیا د ننګرهار یوه نسبتاً امن ولسوالۍ کامه چې مخکې له دې په کې ډېر کم د تروریستي فعالیتونو راپورونه ورکړل شوي، د یو خونړي ځانوژونکې برید شاهده وه.

د ننګرهار د چارواکو په وینا دا برید د ننګرهاره ولسي جرګې ته د یو کاندید د ملاتړو په غونډه شوی چې په کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار والي حیات الله حیات
د ننګرهار والي حیات الله حیات

د ننګرهار والي حیات الله حیات له دې پېښې وروسته په یو پیغام کې له کاندیدانو وغوښتل چې باید ۴۸ ساعته مخکې ولایت او امنیتي ادارو ته د خپلو غونډو په اړه رسمي خبر ورکړي، څو دوی د ناوړه پېښو د مخنیوي لپاره تدابیر ونیسي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هم له امنیتي ادارو غواړي چې د ولسي جرګې د انتخاباتي کمپاینونو په ترڅ کې دې د کاندیدانو او عامو خلکو امنیت یقیني کړې.

د دې کمېسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي ازادي راډیو ته وویل، کاندیدان هم مسوول دی چې د خوندیتوب په برخه کې د کمېسیون سپارښتنو ته پاملرنه وکړي.

دی وايي:

"هر وخت چې له ښارونو بهر بل ځای ته د کمپاین او یا لویې غونډې لپاره ځي، باید امنیتي ادارې خبر کړي. له بده مرغه ځیني کاندیدان دا سپارښتنه نه مراعتوي. خو په مجموعي توګه امنیتي ادارې مسوولیت لري چې د خلکو امنیت وساتي. د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غوښتنه چې تل مو له لوړ پوړو امنیتي چارواکو کړی دا ده چې د ولسي جرګې د کاندیدانو امنیت دې ټینګ شي."

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمی
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمی

ملګرو ملتونو هم د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې یو ځل بیا له ټولو خواوو غوښتي چې د کاندیدانو او رأی ورکوونکو په وړاندې دې تاوتریخوالی او بریدونه پای ته ورسوي.

د افغانستان د ولسي جرګې لپاره د کاندیدانو انتخاباتې مبارزې په رسمي توګه د تلې د میاشتې د شپږمې نېټې راهېسې پیل شوي دي.

په ټول افغانستان کې تر دوه نیم زرو زیات کاندیدان د ولسي جرګې د ۲۴۹ څوکیو لپاره خپلو کې سیالي کوي. په دې ډله کې ۴۱۷ ښځینه کاندیدانې هم شاملې دي.

په ټول افغانستان کې تر دوه نیم زرو زیات کاندیدان د ولسي جرګې د ۲۴۹ څوکیو لپاره خپلو کې سیالي کوي

ټاکل شوې چې ۱۷ ورځې وروسته په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات ترسره شي.

د امنیتي اندېښنو سربېره د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ډاډ ورکړی چې د رأی ورکولو د ورځې لپاره هر ډول تخنیکې او امنیتي تدابیر لري او په دې برخه کې هېڅ لوی خنډ نه شته.

XS
SM
MD
LG