د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

ایا له ښځینه کاندیدانو سره د جنسي تعصب پر بنیاد چلند شوی؟


 په دغو انتخاباتو کې عامو خلکو، د انتخاباتو کارکوونکو او کاندیدانو ته تر ټولو لویه ستونزه نا امني وه
په دغو انتخاباتو کې عامو خلکو، د انتخاباتو کارکوونکو او کاندیدانو ته تر ټولو لویه ستونزه نا امني وه
په افغانستان کې د ولسي جرګې د دویمې دورې د انتخاباتو پروسه تقریباً مخ په خلاصېدو ده، خو که له یوې خوا په دې پروسې کې د ښځو ونډه ستایل شوې له بلې خوا ځینې کاندیدانې په دې باور دي، چې په دغو انتخاباتو کې په ډیرو مواردو کې له ښځینه کاندیدانو سره د جنسي تعصب پر بنیان چلند شوی دی.

په دغو انتخاباتو کې عامو خلکو، د انتخاباتو کارکوونکو او کاندیدانو ته تر ټولو لویه ستونزه نا امني وه، خو ښځینه کاندیدانې وايي، دوي له ځینو ځانګړو ستونزو سره هم مخ شوي دي.

د دوي په وینا دغه ستونزې د هغو محافظه کارانو او زور واکانو له خوا پیدا شوې وې، چې تر اوسه پورې په ځانګړې توګه د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د نفوذ خاوندان دي.

په بدخشان ولایت کې انتخاباتو ته کاندیده فوزیه کوفي وايي، دوي فکر کوي چې د ښځو له فعالېدو سره یې په سیمو کې نفوذ را کمزوری کیږي، له همدې امله یې په ځینو مواردو کې د ښځينه کاندیدانو د کمپاین مخه نیوله:

(د ښځینه کاندیدانو لپاره یو محافظتي سیستم نه و موجود نه و، چې د هغوی ټولنیز مصئونیت تضمین کړي. دویم دا چې له طالبانو سره د خبرو کوم بهیر چې پیل شوی دی، د ښځو د حقونو په شان د ارزښتونو پر ضد دی، له دې پلوه هم د ښځو حضور په انتخاباتو کې تر سیوري لاندې راغی، دریم هغه ځواکمن او زورور خلک چې په سیمو کې د زور خاوندان دي، د ښځو په پیاوړي کېدو د هغوي ځواک په یو نه یو ډول له منځه ځي، دوي فکر کاوه چې د ښځو حضور باید کمرنګه وي.)

د ولسي جرګې د انتخاباتو د کمپاینونو په دوران کې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې ولیدل شول، چې د ښځینه کاندیدانو عکسونه وشلیدل شول او یا هم رنګ پرې وتپل شو.

بل خوا د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون وايي، چې دوي د انتخاباتو په پروسه کې د یو لړ اشخاصو او سازمانونو له خوا د ښځو پر ضد د منفي تبلیغاتو راپورونه هم درلودل.

دا چې دا څرنګه تبلیغات و او د چا له خوا شوي دي، د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون رئيسې سیما ثمر په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

(یو شمېر زورواکان یا محافظه کاران تل له ښځو سره تاوتریخوالی کوي، دوي په انتخاباتو کې داسې تبلیغات پر مخ وړي و، چې ګویا ښځې ناقص العقله دي او د خلکو وکالت نه شي کولای، موږ د انتخاباتو له ورځې مخکې په داړه خپل راپور خپور کړی و.

بله مسئله زما په نظر د معافیت فرهنګ دی، هغه دا چې له هغو کسانو نه چې ښځو ته ګواښ کوي، هیڅوک پوښتنه نه کوي، چې تاسو ولې دا کار کوي.)

نوموړې وویل، نا امني د ښځینه کاندیدانو لپاره تر نارینه کاندانو ډیر جدي ګواښ و او بل دا چې ښځینه کاندیدانو له اقتصادي پلوه هم لږ امکانات درلودل، د نوموړې زیاته کړه د انتخاباتو په کمپاین کې زیاتره لوی عکسونه د نارینه کاندیدانو و، خو اغلې سمر له دغو ستونزو سره سره په انتخاباتو کې د ښځو ونډه ستايي.

هغې کندهار او ارزګان او هلمند ولایت ته په اشارې سره وویل، په دغو ولایتونو کې سره له دې چې ښځینه کاندیدانو ته هره شیبه د مرګ ګواښ متوجه و، خو بیا هم ډیر شمېر ښځو ځانونه کاندیدانې کړې وې.

بل خوا د بلخ ولایت یوه کاندیده ګلالۍ نور صافۍ په دې باور ده، چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې ښځینه او نارینه کاندیدان له یو ډول ګواښونو سره مخ و.

نوموړي وویل، هغو ښخو ته هم د انتخاباتي کمپایینونو په مهال او له هغې وروسته ستونزې موجودې وې چې له چارواکو سره یې اړیکې نه وې:

(د ښځو په وړاندې ډیر فرق کیده لکه چې یوه ښځې په مقاماتو کې محبوبیت درلوده د هغوي لپاره ښه شرایط مساعد وه او هغوي چې له مقاماتو سره يي اړیکې نه وی هغوي سره سم چلند نه کیده.)

خو بل خوا د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو د کمیسیون چارواکي دا ردوي، چې په انتخاباتو کې دې له ښځو سره دې دومره جنسي تعصب شوی وي، چې په انتخاباتو کې دې د دوي پر رول اغیز غورځولی وي.

د دې کمیسیون یوه غړي شاه سلطان عاکلفي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوي ته یوازې له پکتیکا او بدخشان ولایتونو څخه د ښځینه کاندیدانو له خوا په یو څو ځانګړو مواردو کې داسې شکایتونه ورسېدلی دي، چې له ښخو سره دې د جنسي تعصب شوی وي:

(یواځې دوه مورده وه هغه هم په یوه یا دوه ولایتو کې هغه هم د کمپاین په لړی کې چې دا ډول خبرې شوې وی تعصب لرونکې د ښځو په وړاندې او تر هغه وروسته داسې نه دي پیښ شوي.)

خو په افغانستان کې د ښځو د حقونو مدافعان او فعالان بیا هم د ښځو د وضعیت په اړه اندیښمن دي او وايي ، ښځې لاهم له لوېو چلنجونو سره مخ دي چې باید په وړاندې یې مبارزه وشي.

د ښځو د حقونو یوه فعاله ثریا پرلیکا د ښځو د پرمختګ په برخه کې د مدني ټولنو رول مهم بولي. نوموړې وايي په انتخاباتو کې د کاندېدو لپاره مدني ټولنو یو شمېر ښځې هڅولې وې.

نوموړي همدا راز ټینګار کوي چې دولت باید قانون په سمه توګه تطبیق کړي او هغو کسانو ته دې جزا ورکړي چې له ښځو سره تاوتریخوالی کوي:

( که چېرې قانون په عمل کې پلي شي، که چېرې د تېرو انتخاباتو په اړه هم قانون په جدي توګه پلي شي او هغه کسان د خپلو اعمالو په سزا ورسیږي، چې د ښځو د ودې او پرمختګ مخه نیسي، نو له ښځو سره به تاوتریخوالی کم شي.

بل دا چې د کورنۍ قانون چې ډیر ژر به پارلمان ته تصویب لپاره ولاړ شي، که چیرې موږ وکولای شو، دغه قانون په پارلمان کې تصویب کړو نو له ښځو نه به یو پوخ ملاتړ رامنځ ته شي.)

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمسیون هم د ولسي جرګې په تېرو انتخاباتو کې د ښځو ونډه د ۲۰۰۵ کال د انتخاباتو په پرتله ډیره بولي.

د دغه کمیسیون د چارواکو په وینا د وږدې د اوه ویشتمې نېټې په انتخاباتو کې له شاوخوا دوه نیم زرو کاندیدانو څخه یې څلور سوه ښځې وې په داسې حال کې چې دغه شمېر د ۲۰۰۵ کال په انتخاباتو کې ۳۲۷ تنه و.

په تېرو څو کلونو کې چې افغانو ښځو ته د اقتصاد، سیاست او ټولنېزو کارونو په برخو کې د فعالیتونو زمینه مساعده شوې ده، په دغو ټولو برخو کې د یو شمېر سیمو په ځانګړې توګه ښاري سیمو ښځو وده هم کړې.

خو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې په دې وروستیو کې د وسلوالو مخالفینو پیاوړي کېدل، د نا امنیو ډیرېدل او د سیاسي نظام کمزوري کېدل هغه څه دي چې ددغه پرمخ تللي بهیر د بیرته مخ په ځوړ کېدو ویره یې راپیدا کړې ده.
XS
SM
MD
LG