د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

د کرکټ نړیوالې شورا له افغان کرکټه ملاتړ ښوولی او ویلي یې دي چې دوی د طالبانو د پالیسیو مسوول نه شي ګڼل کیدای


د افغانستان د کرکټ ملي ټيم
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم

د کرکټ نړیواله شورا «ICC» وايي د افغانستان کرکټ بورډ  په دې هېواد کې د « طالبانو» د پالیسو لپاره مسول نه شي ګڼل کیدای.  د کرکټ مشهوري ویب پاڼې «کرک انفوCricinfo»  د کرکټ د نړیوالې شورا د یو ویاند قوله لیکلي چې د افغانستان کرکټ او لوبغاړو ته د هغه څه له کبله سزا نه ورکوي، چې دوی یې مسئول نه دي.

د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره د ځینو هیوادونو په ځانګړي د انګلستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبو د نه کولو له غوښتنې وروسته د کرکټ نړیوالې شورا « آی.سي.سي» ویلي له افغانستان سره به د کرکټ د ودې لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د کرکټ یوې مشهوري ویب پاڼي ESPNCRICINFO پنجشنبه ناوخته د کرکټ د نړیوالې شورا د یو ویاند له قوله لیکلي چې د افغانستان کرکټ بورډ په دغه هېواد کې د خپل حکومت « طالبانو» د پالیسو لپاره مسول نه شي ګڼل کیدای.

د افغانستان کرکټ بورډ  په دغه هېواد کې د خپل حکومت یعنې د طالبانو د پالیسو لپاره مسول نه شي ګڼل کیدای
د کرکټ د نړیوالې شورا یو ویاند

دې شورا ویلي د افغانستان کرکټ او لوبغاړو ته د هغه څه له کبله سزا نه ورکوي، چې دوی یې مسئول نه دي.

د کرکټ نړیواله شورا په داسې حال کې دا څرګندونې کړي چې د تیرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د بریټانیا۱۶۰ سیاستوالو او د پارلمان استازو د انګلستان له کرکټ بورډ وغوښتل چې راتلونکې فبروري میاشت د چمپینز ټرافي په سیالیو کې چې په پاکستان کې ترسره کېږي له افغانستان سره لوبه ونه کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پربنسټ دوی په یوه لاسلیک شوي لیک کې د انګلستان له لوبغاړو او چارواکو غوښتي چې په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د چلند په وړاندې غږ پورته کړي.

که څه هم د انګلستان کرکټ بورډ دغه غوښتنه رد کړې او ویلي دي چې په دې اړه د کرکټ د نړیوالې شورا د ټولو غړیو د ګډ دریځ ملاتړ کوي خو د جنوبي افریقا د سپورټ وزیر ګایټن مککنزي ویلي دي که د ده په خوښه وای، په چمپینز ټرافي کې به یې له افغانستان سره لوبه نه وای کړې.

افغاني الاصله اسټرلیایۍ ریتا انوري چې د اسټرلیا د کرکټ فرهنګي سفیره ده او د افغانستان د ښځینه کرکټ ملي ټیم په جوړولو کې فعاله ونډه لرله وايي پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره د کرکټ له ملي ټیم سره لوبه نه کول د حل لاره نه ده.

نوموړې په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

« موږ باید د افغانستان د کرکټ ملي ټیم څخه بشپړ ملاتړ وکړو، که چیرته موږ غواړو چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدیتونه لرې شي او د ښوونځیو دروازې یې پرمخ خلاصې شي، باید مخامخ له ملګرو ملتونو او د امریکا متحدو ایالتونو سره خبرې وشي او په ورته وخت ډېر نور ځایونه او چینلونه شته چې هلته باید فشار راوړل شي او تحریم شي ولې باید یوازې د کرکټ په اړه دا ډول څرګندونې وشي، اجازه باید ورنکړل شي چې د افغانستان بیرغ لمنځه ولاړ شي یوازې همدومره بس دی چې په افغانستان کې نه رپیږي.»

په ټولنیزو رسنیو کې هم ګڼو افغانانو او د کرکټ د چارو ځینو پوهانو په دې اړه خبرې او پوستونه کړي او د افغانستان د کرکټ له ملي ټیم سره یې د نورو هېوادنو د لوبو د نه کولو مسله غندلې ده.

د کابل ښار دوو تنو اوسېدونکو سمینې او محمد منیر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

سمینه:

« موږ له نړیوالې ټولنې هیله لرو چې زموږ د کرکټ له ملي ټیم او په ورته وخت کې د کرکټ لوبو سره سیاسي چلند ونکړي او پریږدي چې ټیم مو لا نور ښه وځلیږي او هېواد ته نور ویاړونه هم راوړي.»

محمد منیر:

« د کرکټ نړیوالې شورا چې د افغانستان د کرکټ د ټیم په اړه کوم وروستی دریځ نیولی موږ یې ملاتړ او هرکلی کوو، دا چې د ځینو هېوادونو چارواکو ویلي چې افغانستان سره دې لوبې ونشي غوښتنه ترې کوو چې سپورټ دې له سیاست سره ګډ نه کړي ځکه چې په اوس وخت یوازینې ادرس چې زموږ ملي سرود او بیرغ یې رپانده ساتلی همدا سپورټ او ملي لوبغاړي دي.»
محمد منیر، د کرکټ مینه وال

اخوا د ځينو ناتایید شویو راپورونو په اساس د افغانستان د کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف د نړیوالې شورا له غړو سره د خبرو لپاره متحدو عربو اماراتو ته تللی دی.

ټاکل شوې چې د کرکټ د اتلانو جام یا چمپینز ټرافي سیالۍ په راتلونکې فبرورۍ میاشت کې په پاکستان کې پیل شي.

افغانستان به د دې میاشتې په ۲۱ مه په کراچۍ کې د سویلي افریقا او د همدې میاشتې په ۲۶ مه او ۲۸ د انګلستان او استرلیا په وړاندې په لاهور کې سیالي ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG