خبرونه
ټرمپ وايي، د اوکراین د جګړې په اړه له پوتین سره د ده د کتنې لپاره تیاري نیول کېږي
د امریکا منتخب ولسمشرډونالډ ټرمپ وایي، په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو په هدف د روسیې له ولسمشرولادمیرپوتین سره د ده د کتنې لپاره چمتوالی نیول کیږي.
ټرمپ پرون پنجشنبې په فلوریدا کې په خپل هستوګنځای کې له جمهوریپالو والیانو سره د کتنې په مهال د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل چې پوتین غواړي له ده سره وګوري او «موږد دې غونډې پرتنظیمولو کارکوو.»
ټرمپ وویل، جزییات یې تراوسه نه دي بشپړ شوي خو زیاته یې کړه چې پوتین غواړي ور سره وویني او دا خبره یې په عام محضرکې هم کړې او دوی باید دغه جګړه چې نده خونړۍ شخړه یاده کړه، پای ته ورسوي.
ټرمپ د ولسمشرۍ په انتخاباتي کمپاینونو کې ژمنه کړې چې د ولسمشرپه توګه د دندې له پلیدو وروسته په ۲۴ ساعتونو کې به په اوکراین کې جګړه پای ته ورسوي، خونوموړي په دې اړه نورجزیات ندي افشا کړي.
هغه له پوتین سره خپلې اړیکې ستایلي او ادعا کړې چې دغه جګړه درولی شي. ټاکل شوې چې ټرمپ د روانې جنوري میاشتې په شلمه د ولسمشر په توګه لوړه وکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د امریکا له خوا پر روسیې او ایران د بندیزونو طرحه ولسمشر ټرمپ ته واستول شوه
د امریکا د استازو جرګې پرون پر روسیې د بندیزونو د زیاتېدو او د ایران د بندیزونو د تمدید طرحه تصویب کړه.
دا طرحه د لاسلیک لپاره ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته استول شوې ده.
په دغو بندیزونو کې یو شمېر روسي چارواکي، بانکونه او بنسټونه، او همدارنګه هغه بهرني اشخاص او شرکتونه شامل دي چې د دغه هېواد د دفاعي سکتور ملاتړ کوي.
د استازو جرګې همدارنګه پر ایران لګول شوي بندیزونه تر ۲۰۳۱ کال پورې وغځول.
پر ایران بندیزونه د "ایران د بندیزونو د قانون" له مخې وغځول شول؛ دغه بندیزونه د ایران د انرژۍ سکتور په نښه کوي او پر هغو بهرنیو شرکتونو او اشخاصو د بندیزونو د لګولو اجازه ورکوي چې د ایران د تېلو او ګازو له صنعت سره په پانګونو او راکړو ورکړو کې ښکېل وي.
د افغانستان او هند د کرکټ ملي لوبډلې په وروستۍ ۲۰ اوره سیالۍ کې مخامخ کېږي
ټاکل شوې ده چې د افغانستان اوهند د کرکټ ملي لوبډلې نن (پنجشنبه) په وروستۍ شل اوره سیالۍ کې مخامخ شي.
د دې لوبلړۍ لومړۍ دوې د هند لوبډلې ګټلي او لوبلړۍ یې هم ګټلې ده او هڅه کوي چې افغانستان ته په صفر کې ماتې ورکړي.
تراوسه څرګنده نه ده چې دواړه خواوې به د نننۍ مسابقې لپاره په خپلو لوبډلو کې څه بدلون راولي خو ګومان کېږي چې دواړه به د خپلو لوبډلو په ترکیب کې څه نا څه بدلون راوړي.
دا سیالي د افغانستان په کوربه توب د نوي ډیلي په لوبغالي کې د افغانستان په وخت د ماښام په شپږ نیمې بجې پیلېږي.
لسګونو هېوادونو له طالبانو غوښتي چې سمدستي د ښځو په حقونو بندیزونه لرې کړي
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې په څنډه کې ۴۳ هېوادونو د طالبانو له حکومت غوښتي چې سمدستي د افغان ښځو او نجونو په حقونو باندې ټول بندیزونه لرې کړي.
د دغو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې تېر ماښام راغلي چې: « موږ د طالبانو لخوا د جنسیت پر بنسټ دوامداره او سیستماتیک تبعیض او ځپنه په کلکو ټکو غندو»
په ملګرو ملتونو کې د فرانسې استازي ژروم بونافون د اعلامیې د لوستلو پر مهال وویل چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له بیا واکمنېدو راهیسې د جنسیت په اساس تبعیض ته مخه کړې او عملاً یې زده کړو، صحي خدماتو او کار ته د ښځو او نجونو لاسرسی تر ډېره محدود کړی.
دا ګډه اعلامیه په ملګرو ملتونو کې د فرانسې د استازولۍ له خوا ترتیب او د اکثرو اروپايي هېوادونو، اسټرالیا، بریټانیا، کاناډا،جاپان، متحده عرب اماراتو او ځینو نورو له خوا خوا لاسلیک شوې ده.
تېر ماښام د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغانستان د وضعیت په اړه بحث وشو او پکې د یوناما مرستیالې جورجیت ګانیون هم وویل چې د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو د کار او زده کړو په تړاو د افغانانو او نړیوالې ټولنې اندېښنې نه دي ځواب کړي.
په خوست کې د ناچاوده مهماتو چاودنې دوه ماشومان وژلي
په خوست ولایت کې ناچاوده مهماتو د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او یو بل ماشوم ټپي شوی دی.
دا مهمات د افغانستان د اوږدو جګړو له کلونو پاتې و.
د طالبانو د خوست د پولیسو ویاند طاهر احرار د سې شنبې په ورځ ویلي چې دا پېښه د دغه ولایت په علیشېر او تریزیو ولسوالیو کې شوې ده. نوموړي ویلي، د پېښې د څرنګوالي او علت په اړه پلټنې پیل شوې دي.
په افغانستان کې د لسیزو جګړو پاتې ماینونه او ناچاوده مهمات لا هم د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ماشومانو، لپاره له جدي ګواښونو څخه دي.
جرمني ۱۳ افغانان کابل ته ولېږل
د جرمني د کورنیو چارو وزارت پرون (چهارشنبې) وویل، دغه هېواد ۱۳ افغان نارینه په چارټر الوتکه کې کابل ته لېږلي دي.
د وزارت د ویاند په وینا، دې کسانو په جرمني کې جنايي سابقه لرله. د هغوی په جرمونو کې جنسي جرمونه، تاوتریخوالی او د نشهيي توکو قاچاق شامل وو.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي، له هغې وروسته چې اوسنۍ ائتلافي حکومت واک ته رسېدلی، ټولټال ۲۶۳ افغان اتباع له جرمني څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. د وزارت په وینا، د دغو کسانو نژدې ټولو جنایي سابقه لرله.
په افغانستان کې د ایچآیوي د مثبتو پېښو زیاتوالی
رویټرز خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې په افغانستان کې د ایچآیوي ویروس نوې مثبتې پېښې زیاتې شوې دي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال له مارچ څخه د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر پورې لږ تر لږه ۲۸۶ نوې پېښې ثبت شوې دي چې ۸۶ یې یوازې په تېرو پنځو میاشتو کې تشخیص شوې دي.
روغتیايي چارواکي وايي، د درملنې د مرکزونو کمښت او ټولنیزه بدنامي د دې ناروغۍ د کنټرول پر وړاندې له مهمو ننګونو څخه دي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د تېر کال د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۱۳ زره کسان په ایچآیوي اخته دي.
د اسلام اباد محکمې د افغان طبي محصلانو د زده کړو د دوام حکم وصادر کړ
د پاکستان د اسلاماباد لوړې محکمې د افغان طبي محصلانو او روزنیزو ډاکټرانو د ایستلو د مخنیوي موقت حکم صادر کړ.
پاکستاني رسنیو پرون (چهارشنبې) راپور ورکړ چې دا حکم د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PMDC) د هغې پرېکړې په وړاندې د ثبت شوې عریضې په تړاو صادر شوی دی.
د اسلاماباد لوړې محکمې یو کسیزه قضايي پلاوي، چې قاضي خادم حسین سومرو یې مشري کوله، د یوه افغان ډاکټر د پاکستانۍ مېرمنې له لوري د ثبت شوې عریضې پر بنسټ له پاکستان څخه د طب په پوهنځیو کې د شاملو افغان محصلانو د ایستلو د مخنیوي حکم صادر کړ. عریضه له پاکستان څخه د افغان ډاکتر عمادالدین د ایستلو په اړه شوې وه.
د عریضه کوونکې مدافع وکیل، قاسم نواز عباسي، محکمې ته وویل چې د پاکستان د طبي شورا PMDC د ۲۰۲۶ کال د جولای د ۳۱مې نېټې مکتوب باید پر هغو ډاکترانو تطبیق نه شي چې لا له وړاندې یې تخصصي روزنه پیل کړې او روانه ده.
تر دې مخکې د لاهور او کراچۍ محکمو هم ورته پرېکړه کړې وه. خو د بلوچستان لوړې محکمې د طب په څانګه کې د افغان محصلانو د زده کړو د دوام غوښتنه رد کړې ده.
د ترکیې د استخباراتو مشر کابل او کندهار ته تللی
د طالبانو چارواکو او د ترکیې دولتي خبري اژانس انادولو ویلي چې د ترکیې د ملي استخباراتو د ادارې مشر ابراهیم کالین د چهارشنبې په ورځ د «وږې په ۲۵مه» له لوړپوړو طالب چارواکو سره د امنیتي خبرو لپاره افغانستان ته تللی دی.
دا د هغه یو نادر سفر بلل کېږي.
د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، کالین د دې سفر پر مهال په کابل کې له خپل افغان سیال، د طالبانو د حکومت د استخباراتو له عمومي رئیس عبدالحق وثیق سره کتلي دي.
د راپور له مخې، هغه د طالبانو د حکومت له یو شمېر مهمو څېرو، د ریاستالوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني سره هم خبرې کړې دي.
دواړو لورو ټینګار کړی چې د دغو خبرو اصلي محور د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او د ترهګرۍ، انساني قاچاق او نشهيي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د استخباراتي همکاریو پر پراختیا راڅرخېده.
انادولو زیاته کړې چې ابراهیم کالین کندهار ته هم تللی، هغه ولایت چې د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده د اوسېدو ځای دی.
په ورته وخت کې، د طالبانو د حکومت دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ پر خپله اېکسپاڼه ولیکل چې دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د قطر د ملي امنیت شورا له مرستیال حمد بن خمیس الکبیسي سره کتلي او دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او امنیتي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
قطر او ترکیه له کلونو راهیسې د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د اصلي پلونو په توګه رول لوبوي، خو تر اوسه له روسیې پرته هېڅ کوم بل هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی.
د حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ په زیاتو شویو نښتو کې نوې ادعاوې
په داسې حال کې چې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ نښتو زوراخیستی، مصر او متحده عربي اماراتو له سعودي عربستان څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
حوثیانو د چهارشنبې په ورځ د وږي په ۲۵ ادعا وکړه چې د مأرب ولایت په سیمه کې یې د عملیاتو پر مهال د سعودي عربستان یوه "اېف-۱۵" جنګي الوتکه نسکوره کړې ده. خوسعودي د دې خبر ترخپریدو پورې دغه ادعا نده تایید کړې.
د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع پر سعودي عربستان تور ولګاوه چې په وروستیو ورځو کې یې د یمن په بېلابېلو سیمو سلګونه هوايي بریدونه کړي دي.
دا ادعا څو ساعته وروسته له هغې مطرح شوه چې د سعوي عربستان په مشرۍ ایتلاف اعلان وکړچې د دې هیواد د هوایي مدافعې ځواکونو د حوثیانو یوه بې پیلوټه الوتکه چې د مکې ښاریې په نښه کړی و، هوایي حریم ته یې له ننوتو مخکې له منځه یوړه. حوثیانو په بریدونو کې د مکې او نورو سپیڅلو ځایونو د په نښه کولو ادعاوې ردکړي دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړوي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت، یوناما نن چهارشنبې د وږي په ۲۵ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې غونډه کې به چې د کابل په وخت د ماښام ۶ نیمې بجې پلان شوې، د یوناما سرپرسته او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیاله، جورجیت ګانیون، د امنیت شورا غړو ته د افغانستان د روان وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر ولکر ترک د دوشنبې په ورځ، د وږي په ۱۷ په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په خپل تازه راپور کې له طالبانو وغوښتل چې هغه فرمانونه او پالیسۍ لغوه کړي چې د ده په وینا، په عامه ژوند کې د ښځو او نجونو حضور عملاً جرم ګڼي.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ هم په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د طالبانو د محدودیتونو او پالیسیو دوام نه یوازې د افغانانو بشري حقونه نقضوي، بلکې د هېواد ټولنیز جوړښت هم بدلوي.