د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

امنیتي بنسټونه: د انتخاباتو د امنیت ټینګولو هڅې پيل شوي


د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د دغه هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د انتخاباتو پروسې د امنیت د ټینګولو لپاره د تیارسی په حال کې دي.

د دغه وزارت ویاند عفور احمد جاوید د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي او دفاعي ځواکونه په همآهنګې سره کار کوي ترڅو د کاندیدانو د انتخاباتي مبارزو بهیر ګډوډ نه شي او انتخابات په ښه ډول ترسره شي.

نوموړي زیاته کړه:

غفور احمد جاوید
غفور احمد جاوید

"د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د انتخاباتو پروسې د امنیت ټینګښت ته تیار دي، هوایي او ځمکني ځواکونه د تیارسی په حال کې دي، بشپړه امنیتي آماده ګي نیول شوې او له خپلو شریفو خلکو نه غواړو چې د انتخاباتو په پروسه کې ګډون وکړي، ستاسو زړور امنیتي ځواکونه ستاسو د امنیت ساتنې لپاره بشپړه آماده ګي لري."

هغه وایي چې همدا اوس په څو ولایتونو کې پوځي عملیات روان دي او هڅه کېږي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو کاندیدان خپل کمپاینونه په ښه ډول پرمخ بوځي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د یوې کاندیدې د کمپاین په غونډه کې چاودنه وشوه، د تخار د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر وویل چې په دې پېښه کې ۲۲تنه ووژل شول او ۳۶ تنه ټپیان دي.

تردې وړاندې په هلمند ولایت کې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د کاندید صالح محمد اڅکزي پر انتخاباتي کمپاین انتحاري حمله کې د اڅکزي په ګډون اته تنه ووژل شول.

دغه راز په ننګرهار او هرات کې هم پر انتخاباتي کمپاینونو د وسله والو مخالفینو بریدونو او چاودونو څو تنه ووژل او یو شمېر نور یې هم ټپیان کړل.

په عین وخت کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وایي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو کاندیدان باید د ښه امنیت د ټینګښت په هدف د جوړېدونکو غونډو په اړه امنیتي ځواکونو ته له مخکې نه خبر ورکړي.

په همدې حال کې د انتخاباتو د څارسازمان د رهبري پلاوي غړی شاه محمود مل وایي چې د نا امنیو دوام او پر انتخاباتي کمپاینونو حملې خلک اندېښمن کړي او په انتخاباتو کې د هغوی د ګډون د کموالي لامل ګرځي:

نصرت رحیمي
نصرت رحیمي

"نا امني به طبعاً پر کمپاینونو منفي اغېز ولري په ځانګړې توګه په لرو پرتو سیمو کې، په خاص ډول ښځینه کاندیدان به له ډیرو ستونزو سره مخامخ کړي ځکه هغوی د غونډو د جوړولو په برخه کې ډیرې ستونزې لري، دا مسایل کولای شي په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون کچه راکمه کړي."

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې طالبانو څو ورځې وړاندې ګواښ وکړ چې په افغانستان کې به د ولسي جرګې د انتخاباتو پروسه ګډه وډه کړي.

په عین حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش که څه هم وایي چې پنځوس زره ځواکونه د انتخاباتو پروسې امنیت ته ګمارل شوي خو څرګندوي چې د لوړو امنیتي ګواښونو له امله د دغه هېواد په ۱۹ولسوالیو کې به د ولسي جرګې انتخابات ترسره نه شي.

راپور: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG