د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

انتحاري حملې په هلمند کې د یوه کاندید په ګډون ۸ تنه وژلي


په هلمند ولایت کې انتحاري حملې د ولسي جرګې د یوه کاندید صالح محمد خان اڅکزي په ګډون ۸ تنه وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.

د هلمند والي له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې صالح محمد خان اڅکزي د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.

د ولسي جرګې پر کاندیدانو حملې

په افغانستان کې د ولسي جرګې د انتخاباتي کمپاینونو له پیل سره سم دا پر کاندیدانو دوهمه انتحاري حمله ده.

د تلې میاشتې پر ۱۰مه د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د کاندید ناصر مومند په انتخاباتي دفتر کې انتحاري حملې ۲۱ تنه ووژل او څه باندې ۴۰ تنه ټپيان کړل چې مسؤلیت‌یې داعش ډلې په غاړه واخیست.

تر هغه راوروسته په خوست ولایت کې هم د ولسي جرګې د دوو کاندیدانو پر موټرو چاودنې وشوې چې کاندیدانو ته په‌کې زیان ونه‌رسېد.

د ولسي جرګې پر کاندیدانو دا وروستۍ حمله په داسې حال کې کېږي چې تېره ورځ وسله‌والو طالبانو د ولسي جرګې انتخاباتو ګډوډولو ګواښ وکړ.

تر دا مهاله د هلمند د انتحاري حملې مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.

  • پخواني معلومات

د هلمند چارواکي وايي په مرکز لښکرګاه کې ولسي جرګې ته د کاندید صالح محمد خان اڅکزي په دفتر کې انتحاري حملې ۸ تنه وژلي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل چې په دغه حمله کې ۱۱ تنه ټپیان شوي چې صالح محمد خان اڅکزی هم په‌کې شامل دی.

خو اسوشیټېډ پرس اژانس، د هلمند د ولایتي شورا د مشر عطاالله افغان په حواله ویلي چې صالح محمد اڅکزی او د هغه څو ساتونکي وژل شوي دي.​

  • پخواني معلومات

د هلمند سیمه‌ییز چارواکي وايي، په مرکز لښکرګاه کې د ولسي جرګې د یوه کاندید صالح محمد خان اڅکزي په انتخاباتي دفتر کې انتحاري حملې ۵ تنه وژلي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل چې په دغه انتحاري حمله کې ۷ تنه ټپیان شوي چې صالح محمد خان اڅکزی هم په‌کې شامل دی.

  • پخواني معلومات

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې چاودنې درې تنه وژلي او شپږ نور ټپیان دي.

د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل چې د چاودنې نوعیت لا معلوم نه‌دی، خو د ولسي جرګې د یوه نوماند صالح محمد اڅکزي په دفتر کي رامنځته شوې ده.

ځواک وویل د دوی د تحقیق او بررسۍ ټیم بوخت دی چې د چاودنې ډول معلوم کړي.

خپله ولسي جرګې ته نوماند صالح محمد ژوندی دی.

تر اوسه د دې پېښې پړه چا په غاړه نه‌ده اخیستې.

XS
SM
MD
LG