د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵
د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د ننني برید انځور
د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د ننني برید انځور

په ننګرهار کې د نننۍ انتحاري حملې د قربانیانو شمېر۲۱تنو ته ورسېد

د ننګرهار د ولایتي شورا وکیل ناصر کاموال وايي، د دغه ولایت د کامې ولسوالۍ په نننۍ انتحاري حمله کې ۲۱ تنه وژل شوي او تر ۴۰زیات ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د ولایتي شورا وکیل ناصر کاموال وايي، د دغه ولایت د کامې ولسوالۍ په نننۍ انتحاري حمله کې ۲۱ تنه وژل شوي او تر ۴۰زیات ټپيان شوي دي.

ښاغلي کاموال ازادي راډیو ته وویل چې په وژل شویو کسانو کې د کامې ولسوالۍ قومي مشر پتنګ خان هم شامل دی.

نوموړي زیاته کړه چې انتحاري حمله د ناصر مومند د انتخاباتي کمپیان په دفتر کې شوې چې خپله نوموړی د پېښې په ځای کې نه و.

پخواني معلومات

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس نجیب الله کاموال وایي چې د دغه ولایت د کامې ولسوالۍ په نننۍ پېښه کې ۱۳ تنه وژل شوي او تر ۴۰ نور ټپیان دي.

تر دې وړاندې نوموړي د وژل شویو شمېر ۱۳ او د ټپیانو شمېر ۵۵ تنه ښودلی و.

  • پخواني معلومات

د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې د ځان وژونکي برید له امله ۱۳تنه مړه او تر ۳۰ زیات زخميان دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، په کامې ولسوالۍ کې د ولسي جرګې یوه نوماند په کمپايني غونډه کې ځان وژونکی برید شوی چې په پایله کې ۱۳ تنه مړه او له ۳۰ زیات زخميان شوي دي.

د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، دا پېښه د سې شنبې په ورځ له غرمې وروسته د کامې ولسوالۍ په سنګر سرای سیمه کې ولسي جرګې ته نوماند د ناصر مومند د کمپاین په غونډه کې شوې.

نوموړی وايي، زخميان د جلال اباد مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.

د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخېستی.

  • پخواني معلومات

په ننګرهار ولایت کې د ناصر مومند په ټاکنیز کمپاین کې ځان وژونکي برید اووه تنه وژلي او پینځه ویشت تنه نور یې زخميان کړي دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، په کامې ولسوالۍ کې ولسي جرګې لپاره
نوماند د یوه کاندید په کمپايني غونډه کې ځان وژونکی برید شوی.

د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، دا پېښه د سې شنبې په ورځ له غرمې
وروسته د کامې ولسوالۍ په سنګر سرای سیمه کې ولسي جرګې ته نوماند د ناصر
مومند د کمپاین په غونډه کې شوې چې په پایله کې اووه تنه مړه او پينځه
ویشت تنه نور زخميان شوي دي.

نوموړی وايي، زخميان د جلال اباد مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.

د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخېستی.

  • پخواني معلومات

د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې نن له غرمې وروسته یو ځانمرګی برید شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته تأیید کړه چې دا ځانمرګی برید له ننګرهار ولایته ولسي جرګې ته د کاندید ناصر مومند په یوه کمپاین شوې ده.

د خوګیاڼي په خبره په برید کې اووه کسان وژل شوي او ۲۵ تنه نور ټپیان دي.

د پېښې ټپيان د ننګرهار مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددې پېښې پړه نه ده منلې.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دا حمله غندلې او پر امنیتي ځواکونو یې ږغ کړی چې خپله دنده مسئولانه ترسره کړي.

د دې کمېسون ویاند، سید حفیظ الله هاشمي ازادي راډیو ته وویل چې حمله هغو کسانو کړې چې په افغانستان کې د انتخاباتو په څېر د یوې ډېموکراتیکي پروسې بری نه غواړي.

سید حفیظ الله هاشمي وویل چې د کاندید ناصر مومند د وضعیت په اړه دقیق معلومات نه لري.

د هغه په وینا، په افغانستان کې د ولسي جرګې د کاندید انو د ابتدايي لست له خپرېدو راهیسي ۸ تنه کاندیدان وژل شوي دي.

په ننګرهار کې دننۍ حملې مسئولیت چا نه دی اخیستی.

په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات د اکټوبر په ۲۰مه [دمیزان په ۲۸مه] کېږي.

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ په سنګر سرای سیمه کې د ځان وژونکي برید له امله ۱۳ مړه او تر دوه څلوېښت نور زخميان شوي.

دغه برید د ولسي جرګې لپاره د نوماند عبدالناصر مومند د کمپاین په دفتر کې شوی.

د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي د پېښې پر مهال کومه لويه غونډه نه وه يوازې د سيمې شااوخوا خلک د کمپاین په خاطر دې دفتر ته راټول شوي وو چې د خلکو په منځ کې ځان وژونکی بردی شوی.

دی وايي، په دې پېښه کې دیارلس تنه مړه او ۴۲ تنه نور زخميان شوي دي:

"په دې وخت کې کومه غونډه نه وه خلک د کمپاین دفتر ته راټول شوي وو چې په دې پېښه کې دیارلس تنه مړه او دوه څلویښت نور زخميان شوي دي."

د پېښې عيني شاهدان هم وايي، د کمپاین په دې دفتر کې نه کوم دولتي کس و او نه هم خپله نوماند و.

دوی وايي په دې پېښه کې ټول عام او غریب خلک په کې قرباني شوي دي:

"عيني شاهد فياض خان: د دې پېښې نه مخکې هملته موږ ناست وو، خلک راټولېدل د کمپاین غونډه وه ټول ولسي خلک وو، دکانداران او ټول غریبکاره خلک وو نه حکومتي سړی په کې نشته او نه خپله نوماند په کې وو.

عيني شاهد غيرت: تر اوسه د مړو او زخميانو سم درک نشته چې څوک په کې مړه او څوک زخميان دي زموږ د کلي درې کسان دلته پراته دي او د ډېرو درک نشته دا یو کلیوال زموږ راغلی و لس کلن زوی ورسره و دا جسد يې دلته پروت دی"

د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

د ويلو ده چې د تېرې جمعې ورځې راهیسې په ټول هېواد کې د ولسي جرګې ټاکنو لپاره کمپاینونه پيل شوي چې د ټاکنیزو کمپاینونو په جریان کې دا لومړۍ خونړۍ پېښه وه چې رامنځته شوه.

راپور: شاه محمود شینواری

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس نجیب الله کاموال وایي چې د دغه ولایت د کامې ولسوالۍ په نننۍ پېښه کې ۱۳ تنه وژل شوي او تر ۴۰ نور ټپیان دي.

تر دې وړاندې نوموړي د وژل شویو شمېر ۱۳ او د ټپیانو شمېر ۵۵ تنه ښودلی و.

د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې د ځان وژونکي برید له امله ۱۳تنه مړه او تر ۳۰ زیات زخميان دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، په کامې ولسوالۍ کې د ولسي جرګې یوه نوماند په کمپايني غونډه کې ځان وژونکی برید شوی چې په پایله کې ۱۳ تنه مړه او له ۳۰ زیات زخميان شوي دي.

د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، دا پېښه د سې شنبې په ورځ له غرمې وروسته د کامې ولسوالۍ په سنګر سرای سیمه کې ولسي جرګې ته نوماند د ناصر مومند د کمپاین په غونډه کې شوې.

نوموړی وايي، زخميان د جلال اباد مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.

د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخېستی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG